لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو ویلي په اسلام اباد کې د زلمي خليلزاد سره نه ويني


افغان طالبانو هغه خبرونه رد کړي چې ګنې د دوي پلاوی په اسلام اباد کې د امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره ويني.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د پاکستان په سفر دی او د پاکستان ځايي ميډيا داسې خبرونه خپاره کړي ؤ چې د طالبانو پلاوی به په اسلام اباد کې د خليلزاد سره وويني.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په اسلام اباد کې له امریکايي استازي خليلزاد سره د طالبانو د کومې ناستې اوازې حقيقت نه لري.

له دې وړاندې داسې ويل شوي وو چې د پاکستان په کوربه توب به د طالب استازو او خليلزاد په ليدنه کې سعودي عرب، قطر او متحده عرب امارات هم ګډون وکړي.

د پاکستان دولت يا خليلزاد په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

امریکايي استازی د زیات، پنجشنبې په ورځ پاکستان ته رسېدلی ؤ، نوموړي د هند، چين او کابل د سفرونو وروسته اسلام اباد ته ورغلی ؤ.

خلیلزاد په خپله پرون په ټویټر ویلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره يې ښه ناسته شوې وه او د افغانستان د سولې په اړوند يې ورسره خبرې کړي دي.

امریکايي استازي د پاکستان په سفر کې د وزيراعظم عمران خان، پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د بهرنيو چارو سېکترې هم ليدلي وو.

نن د خالي، شنبې په ورځ هم ځينې پاکستاني رسنيو ويلي خليلزاد نن بيا په اسلام اباد کې پاتې شوی او تمه ښودل شوې چې هغه به د طالب استازو سره ویني خو په دغه اړوند هم کوم حکومتي بيان مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG