لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچ بې درکه کسان راخوشي کيږي خو بل لور ته يې د بې درکه کېدو لړۍ هم روانه ده


د بې درکه بلوچانو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستیال مشر ماما قدير بلوچ وايي په تېرو درېو اوونيو کې بې درکه ۲۰ کسان بيرته خپلو کورونو ته راستانه شوي خو ورسره بل لور ته د ځوانان د بې درکه کېدو لړۍ هم روانه ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د کوټې پرېس کلب مخې په احتجاج ناست ماما قدير وويل، "زمونږ د راغليو ځوانانو شمېره کمه ده خو د بې درکه کېدونکو ځوانانو شمېره نوره هم زياتيږي".

هغه وویل د ډېره بګټي، قلات او نورو سيمو څخه په تېرو څو ورځو کې ډېری ځوانان بې درکه شوي دي.

نوموړی پخلی کوي چې په تېرو درېو اوونيو کې خضدار، قلات، ماشکې، ګوادر او پسني ته نزدې ۲۰ بې درکه شوي کسان بيرته خپلو کورونو ته راغلي دي.

هغه وويل په دغو کسانو کې ځينې د کلونو راهسې او ځينې پکې د مياشتو راهسې بې درکه وو.

دا کسان په داسې حال کې راخوشي شوي چې د بلوچستان صوبې اعلی وزير جام کمال او د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو د دغو خلکو سره د بې درکه کړی شوؤ کسانو د مالومولو ژمنې کړې وې.

ماما قدير ادعا کوي چې د دوي ۴۵ زره کسان بې درکه دي او د بلوچستان نيشنل پارټۍ مېنګل مشرسردار اختر مېنګل په قامي اسمبلۍ کې د پينځه زرو بې درکه کسانو په اړوند اسناد جمع کړي دي.

خو ضيا لانګو څو ورځې وړاندې ويلي چې د بې درکه کسانو کره شمېره نه ده مالومه، ځکه چې په دغه اړوند بېلابيلې ادعاوې کيږي او حکومت هڅه کوي چې دا مسله هواره کړي.

ماما قدير وايي د کورنيو چارو وزير ته يې تېره مياشت د ۱۱۰ بې درکه کسانو نوملړ ورکړی او په دغو کسانو کې تراوسه پورې نزدې ۲۰ کسان راخوشي شوي دي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ ماما قدير د وزيراعلی په غوښتنه د پرېس کلب مخې د احتجاجي کېمپ ختمولو اعلان کړی خو په سبا يې بيرته کېمپ روان کړی ؤ.

هغه وايي د بلوچانو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري ځکه دوي هم احتجاجي کېمپ ته دوام ورکوي.

د بلوچستان پرېس کلب مخې ته دا کېمپ نزدې د لسو کالو راهسې راروان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG