لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته میشت قبائیلو دتورخم دروازې دتړلو ګواښ کړی


د ډیورنډ‌ کرښې دواړو غاړو ته میشت پښتنو قبائیلو غوښتنه کړې چې دوئ ته دې په تورخم دروازه پرته له ویزې اؤ پاسپورټ دتیریدلو اجازه ورکړل شي ګنې هغوي به دغه دروازه دهر رقم سوداګرۍ پرمخ وتړي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي دقبائیلو لخوا دتورخم دروازې تړلو دغه ګواښ تیره ورځ دمومند درې په تورخم ښارګوټي کې راجوړې شوې هغه جرګه کې شوی چې د دواړو غاړو په سوونو شینوارو،اپریدو اؤ مومند قبائیلو پکې برخه لرله.

دپژواک دخبر له مخې دجرګې برخه برخه والو خپلو ویناؤ کې ویلي چې دکرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه قبائیل خپلو کې ګڼې رشتې ، کاروبارونه اؤ راشه درشه لري اؤ په تورخم دروازه په ویزه اؤ‌ پاسپورټ اوښتو هغوئ ته سختې ستونزې راولاړې کړي.

قبائیلي جرګې پرېکړه کړې چې یوه شل کسیزه کمېټه به جوړوي اؤ‌ دغه کمېټه به دپاکستان اؤ افغانستان له حکومتي چارواکو په لیدنو کې وغواړي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته میشت قبائیلو دپاره دې د ویزې اؤ‌ پارسپورټ شرط باید ختم اؤ یوازې په تذکره دې د اوښتو را اوښتو اجازه ورکړل شي.

جرګې ته دخیبر پښتونخوا څخه ورغلي شاکر اپریدي ویلي دوی ته ټول مشکلات د کابل او اسلام اباد حکومتونو پیدا کړي ځکه هر کله چې د دولتونو ړيکې خرابې شوي نو زور يې له ولسونو ويستلی دی.

د زر رقیب شینواري په نوم دپښتونخوا څخه ورغلي یو بل تن پخپله وینا کې ویلي پر کرښه د تېرېدو پر مهال ورته ډېرې ستونزې موجودې دي چې له امله يې د دواړو لورو پښتنو ترمنځ مړي ژوندي او خپلوۍ پاتې شوې دي.

هغه ګواښ کړی “که دا ستونزه حل نه شي، نو موږ به دې ته مجبوره کېږو چې دواړو خواوو ته پښتانه را پورته شي او خپل حق وغواړي، نو که په رضا را له دا حق نه راکوي، ورانه خو چا وړې نه ده”

د اچين ولسوالۍ قومي مشر عبدالحکيم شينواري ویلي دا د دواړو لورو پښتنو حق دی چې پرته له پاسپورټه ورته باید په پوله د اوښتو اساني ورکړل شي.

دتورخم په کرښه وروسته له هغې د ددواړو هیوادونو قبائیلي وګړو دپاره هم د ویزې اؤ‌ پاسپورټ شرط عملي کړل شوی چې څلور کاله وړاندې په دغه کرښه د پاکستاني اؤ افغاني سرحدي ځواکونو ترمینځ په پوله د دروازې جوړولو پسر یوه درنه نښته شوه

تر دې وړاندې به قبائیلي وګړي په تورخم دروازه یوازې په تذه کره اوښتل

د ډېورنډ د کرښې تړون

د ډیورنډ کرښه ٢٦۴٠ کلومیټره اوږد والی لري چې پاکستان د افغانستان نه بیلوي او د پښتنو سیمه یې وېشلې.

په کال ١٨٩٣ دا د هاغه وخت د هند د استازي سر مورټیمر ډیورنډ اؤ د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان ترمینځ ددې کرښې راښکلو موافقه شوې وه.

دې تړون په لومړي ځل په نقشه د افغانستان او هند ترمینځ پوله واضحه کړې وه، چې دا له کوم ځای څخه پېل کیږي او کوم ځای باندې ختمیږي.

د امیر عبدالرحمان نه وروسته دهغه ځای ناست امیر حبیب الله خان په کال ١٩٠٥ کښې د هند برطانوي حکومت سره بیا د سره بله لوظنامه لاس لیک کړه او د ډیورنډ په کرښه د برتانیې دریځ یې ومنلو.

د کال ١٩١٩ اینګلو افغان لوظنامې ترمخه، افغانستان د خپلې ازادۍ داعلان پرمهال یو وار بیا خپلې زړې لوظنامې تائید کړې چې پکښې د ډیورنډ کرښې لوظنامه هم شامله وه.

په کال ١٩۴٧ کښې د هند د ویش وروسته دا سیمې د پاکستان برخې وګرځیدلې خو افغانستان غوښتل چې برتانیه او پاکستان دې د دې سیمې پښتنو له د خپلې خپلواکۍ حق ورکړي چې پاکستان او برتانیه دواړو ترې انکار وکړو.

پاکستان اوس د ډيورنډ کرښه افغانستان د نړیوالې پولې په توګه یادوي خو افغانستان دغه کرښه د پولې په توګه نه مني اؤ وایي ددې کرښې په اړوند د پرېکړې واک یوازې د ولس سره دی

XS
SM
MD
LG