لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سناتور ګراهم:دټوپک په زور په افغانستان دطالبانو قبضه به دهیچا په ګټه نه وي


دامریکا د ریپبلکن ګوند یو مهم سینیر ښاغلي لنزی ګراهم ویلي افغانستان کې اوس د سولې ټینګولو وخت رارسیدلی اؤ دپاکستان پوځ باید د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه پرمخ یوسي.

هغه ویلي امریکا نه غواړي چې دترهګرو لاسو ته په ورتللو افغانستان وبائللي بلکې دغلته اوس امن اؤ سولې ته اړتیا ده چې پاکستان پکې موثر رول لوبولی شي.

د اتوار په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته سینیټیر ګراهم ویلي دافغان ستونزې هواري دپاره د پاکستان هڅې د ستائیلو دي ځکه چې پاکستان په تیر یو نیم کال کې هغه څه وکړل چې امریکا دتیرو اتلسو کالو راهسې غوښتل.

هغه وویل “افغانستان کې له یوې اوږدې جګړې وروسته اوس ددغه هیواد وګړي حق لري چې په سوله اؤ امن کې ژوند وکړي ،د ژوند کچه یې لوړه شي،مونږ له افغانستان څخه نه شو لرې وتلی،مونږ ته دلته ډیر څه کول دي”

هغه دافغان کشالې په هواري اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دکردار ستائنه کړې اؤ ویلي یې دي طالبانو سره له جوړ جاړي وورسته به هم امریکه دپاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

هغه وویل که چرې طالبان د ټوپک په زور افغانستان بیا دخپل واک لاندې راولي نو دا به د هیچا په ګټه نه وي .

هغه وویل غواړي چې د ډیرو ستونزو دهواري دپاره دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ اړیکې خوږې شي اؤ ددې غرض دپاره به صدر ټرمپ ته هم خپل وړاندیزونه کوي

XS
SM
MD
LG