لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میدان وردګ:دملي امنیت په غړو دموټر بمي برید کې۱۲عسکر وژل شوي۳۰ژوبل


افغانستان دپلازمینې کابل لویدیځ ته څیرمه دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې نن سهار دملي امنیت دځانګړو ځواکونو دیوې قطعې په ودانۍ بمي برید اؤ د ډزو پېښه کې دملي امنیت ۱۲عسکر وژل شوي اؤ اؤ ۳۰نور ژوبل شوي دي دي.

دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي مسئول محب الله شریف زي د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چې برید کوونکو لومړی د ملي امنیت په یوې قطعې دموټربم برید وکړو خو د دویم برید مخه یې ونیول شوه.

شریف زي زیاته کړه ” دمیدان وردګ ولایت له مرکز څخه شاوخوا په دوه کیلومتری کې دملي امنیت په یوې سیمه ییزه قطعه دموټربم چاودنه نن سهار اووه نیمې بجې ترسره شو”

هغه وویل په دې سیمه کې د ځانمرګو بریدګرو یوبل دچاودیدونکو موادو ډک موټر خنثی شوی هم دی، دبرید په ځای کې درې تنه ځانمرګي بریدکوونکي دامنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي

میدان وردګ ولایت مطبوعاي مسئول زیاته کړه دموټري بم په شوې چاودنه کې دملي امینت دسیمه ییزې قطعې ودانۍ ته زیان رسیدلی دی او په دې پیښه کې تلفات هم اوښتي دي خو په وینا یې کره شمیر یې تراوسه نه دی معلوم.

خو پژواک خبري اژانس د میدان وردګ ولایت دعامې روغتیا د مشر ډاکټر محمدسالم اصغرخیل له خولې ویلي چې پېښه کې دملي امیت ۱۲ عسکر وژل شوي اؤ ۳۰نور ټپیان دي.

هغه د ژوبلو له جملې څخه د شپږو کسانو وضعیت مرګونی ښودلی دی.

وسله والو طالبانو دبرید مسئولیت منلی او په شوي برید کې یې ګنو افغان سرتیرو ته دمرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

افغانستان کې په امنیتي ځواکونو دا تازه برید په داسې حال کې شوی چې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو لړۍ ودریدلې ده اؤ طالبانو امریکا ته ګواښ کړی چې که مذاکراتو کې یې دصداقت نه کار وانه خستو نو هغوئ به امریکا سره دسولې خبرې وځنډوي.

دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې په موخه دخبرو اترو دپاره دپاکستان په سفر تللی دامریکا استازی زلمی خلیلزاد پرون(یک شنبه) داسلام اباد نه ستون شوی اؤ سرچینې دعوه کوي چې ښاغلي خلیلزاد ته پاکستاني چارواکو باور ورکړی چې ډیر زر به ورسره طالبان اسلام اباد کې دسولې خبرو ته کښېنوي.

خو طالبانو یا امریکا تر اوسه په رسمي ډول ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG