لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لسبېله: د ګاډو په ټکر کې ۲۷ کسان د سوځېدو له امله مړه شوي


د بلوچستان صوبې په لسبېله ضلع کې د مسافرو ګاډی (بس) د تېلو د ټېنکر سره په ټکر شوی او په ګاډو د اورلګېدو له امله ۲۷ مسافر مړه شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه دا پېښه د بېلې سيمې سره نزدې په غټ سړک د ګل په ماښام ناوخته رامنځته شوې ده.

د ځايي انتظامیې ترمخه د مسافرو په ګاډي کې نزدې ۳۳ کسان سواره وو چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو، بس د پنجګور نه کراچۍ ته روان ؤ.

د لسبېلې ضلعې مرستيال کمشنرشبير مېنګل ویلي، د ګاډو د ټکر له امله لګېدلی اور دومره زيات ؤ چې څوک ورته نزدې نه شو ورتلی او د سورلو په بس کې بند پاتې شوي سوځېدلي جسدونه په داسې حال کې راويستل شوي چې د پېژندګلو قابل نه دي.

ويل شوي د ګاډو د ټکر کېدو سره سم ځينې مسافرو د بس کړکۍ ماتې کړي او وتلي دي.

په پېښه کې مړه او ژوبل د کراچۍ روغتونونو ته لېږل شوي او د مړو پېژندګلو به د ډي اېن ای ټېسټ د لارې کولی شي.

چارواکو په سمدستي ډول د پېښې علت نه دی ښودلی چې ګاډي د څه امله په ټکر شوي دي.

د پاکستان په بېلابيلو برخو او په ځانګړي ډول د بلوچستان په لار دغه ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي.

پاکستان کې زياتره ټرېفکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، ډرايورانو د بې پرواهۍ او په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن بار کولو له امله رامنځته کيږي.

د دغو پېښو يو علت د ټرېفک قانون په عمل کې نه راوستل هم ښودلی کيږي.

XS
SM
MD
LG