لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شمالي وزيرستان "په خېسور کې عزت تار تار شوی"، د قامي اسمبلۍ غړو د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې


د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر غوښتنه کړې چې د شمالي وزيرستان د خېسور د پېښې د پلټنو دپاره دې ځانګړې کمېټي جوړه کړی شي، دغه غوښتنه د اسمبلۍ بل غړي مفتي عبدالشکور هم کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزير د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د شمالي وزيرستان د خېسور په علاقه کې د حيات ماشوم کور ته د پوځيانو د تلو واقعه واورله، هغه وويل،

"په خېسور کې د ۱۲، ۱۳ کالو حيات ماشوم دی، د هغه پلار او ورور بوتلل شوي دي او يو پوځي مېجر چې فرضي نوم يې دريا خان دی اصل نوم به يې بل څه وي، او سپاهي ورسره، دغه کور ته بې د اجازته ننوځي، او وايي کټ راوړه، بستره راوړۍ او بالخت راوړئ بيا د کور ښځې راغواړي".

علي وزير وويل "هغه خبرې نه شي کولی چې په کور کې يې دوي ښځو ته کوئ".

نوموړی د پېښور د وژل شوي پوليس افسر طاهر داوړ د پېښې يادګېرنه وکړه چې څوک د ترهګرۍ پرضد جنګيږي هغه اوچتولی شي او هغه بيا په افغانستان کې ګوزار کړی شي.

هغه وويل که د دغه ډول پېښو مخه نيول شوی وی نو د پنجاب د ساهېوال پېښه به نه رامنځته کېده.

هغه زیاته کړه دوی په کراچۍ کې د نقيب مسيد د وژنې په پېښه د راؤ انوار پرضد احتجاج کولو خو هلته د دوي فعاله غړی عالمزيب محسود ګرفتار کړی شوی دی، هغه وويل د پي ټي اېم د غړو د نيولو لړۍ دې ودرول شي.

علي وزير وويل نن دوي ځکه دا پېښې بيانوي چې کله د بنګله دېش پېښه کېدله نو دا سندرې به غږول کېدی چې د هند ايجنټان شړل کيږي خو انجام د بنګله دېش په جداۍ وشو.

د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د اېف ار قبايلي سیمې غړي مفتي عبدالشکور وويل، په قبايلو کې په زرګونو مشران، علما او ځوانان د ترهګرۍ ښکار شوي دي خو دوي په هغې نه دي ژړلي.

خو "د عزت په حواله ياد ساتئ قبايل ډېر حساس دي او نن زمونږ د عزت مسله راپېښه او په خېسور شريف کې زمونږ عزت تار، تار کړی شوی دی، هغې لور ته دې پام واړول شي".

هغه وويل دغه پېښه د رياست او حکومت دپاره چېلنج دی.

ښاغلي شکور وويل "په قبايلي سيمو کې بازارونو وران کړی شو هيڅ خبره نه ده ۸۰ زره خلک ووژل شو، دوي کډوال شو هيڅ خبره نه ده خو د خېسور پېښې سخت دردولي دي".

هغه زياته کړه په خېسور کې ائين پامال شوی او هلته "زما د مور او خور نه ناجايزه غوښتنې کيږي"، هغه دا خبرې په ژغوړنې انداز کې کړي دي.

نوموړي هم د علي وزیر په څېر د خېسور د پېښې د پلټنو دپاره د پارليماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې ده.

په سوشل ميډیا د حيات خان ماشوم چې د خېسور کلي اوسېدونکی دی، يوه ويډيو خپره شوې چې دغه تنکی ماشوم وايي پلار او ورور يې پوځيانو نيولی او اوس پوځيان د هغو کور ته بې د اجازته ننوځي د کور ستر پرده يې ورله ماته کړې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ د يادې پېښې پرضد په شمالي وزيرستان کې احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د کورنيو چارو وزیر مملکت شهريار افريدي ژمنه وکړه چې شمالي او جنوبي وزيرستان ته به ځي او که څومره غټ افسر ولې نه وي مثالي سزا به ورته ورکوي.

هغه وويل د طاهر داوړ د پېښې د پلټنو دپاره ګډه کميټي او پارليماني کمېټي جوړه شوې پارليماني او ګډه کميټي به هر څه په ډاګه کړي.

هغه زياته کړه ولې نه چې په ټول ملک کې چې په کوم ګوند کې وسله وال وي د قرارداد د لارې دې د هغه ګوند رکنيت ختم کړی شي.

هغه وويل که د ساهېوال پېښه ده، د عابد باکسر، ماډل ټاؤن او نقيب مقدمې دي، پوځي عدالتونو ته دې وړاندې شي هر څه به په ډاګه شي.

افريدي د قامي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر ته وويل چې د دې واړو پېښو دپاره دې پارليماني کميټي جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG