لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ اؤ میرمن یې دترټولو بې خونده اداکارانو په توګه ایوارډ ته نومول شوي


په فلمي نړۍ کې په غوره اداکارۍ ورکول کیدونکی اسکر ایوارډ تر ټولو معتبره جائزه ګڼل کیږي خو دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ اؤ دهغه میرمه میلانیا ټرمپ دیو داسې ایوارډ دپاره نومول شوي چې هغه فلمونو کې په خراب یا بې خونده کار کولو دوئ ته ورکول کیږي.

دغه ایوارډ د ګولډن ریسبیري په نوم یادیږي چې عموماً هاغو فلمي ستورو ته ورکول کیږي چې د اسکر ایوارډ ترلاسه کولو څخه پاتې شي .

د ایسوسي ایټډ پریس په نوم نړیواله خبري اداره وایي سږکال د۳۹م ګولډن ریسبیري ایوارډ دپاره وړ نومونه اعلان کړل شوي چې هغې کې داځل په حیرانوونکي ډول د ترټولو خرابې یا بې خونده اداکارۍ دپاره پخوانی فلمي ستوری اؤ دامریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ اؤ دمرستیالې اداکارې په توګه دهغه میرمن میلانیا ټرمپ غوره کړل شوي.

دغه خبري اداره وایي چې دخرابې اداکارۍ پسر ایوارډ ورکوونکو قاضیانو دصدر ټرمپ اؤ‌ دهغې دمیرمنې دفلمي کارونو ښه ارزونه کړې اؤ بیا یې پرېکړه کړې چې سږکال باید د بې خونده اداکارۍ ایوارډ دغه میړه اؤ ښځې ته ورکړل شي.

قاضیانو پرېکړه کړې چې ډانلډ ټرمپ ته دا ایوارډ په دستاویزي فلم “ډیتهـ اف نیشن” اؤ “فارن هائټ ۱۱/۹” کې په بې خونده کار کولو ورکوي.

دغه دواړه فلمونه تیر کال نندارې ته وړاندې کړل شوي وؤ چې ډانلډ ټرمپ پکې پخپله هم مخې ته راغلی ؤ.

په فارن هائټ ۱۱/۹ فلم کې د نائن الیون د ترهګرېزو بریدونو تناظر کې په موضوعاتو بحث شوی ؤ.

دغه فلم کې د ډانلډ ټرمپ میرمنې هم کار کړی ؤ چې دهغې له امله ورته د بدترینې معاون اداکارې په توګه ایوارډ ورکول کیږي.

دغه ایوارډ به د راتلونکې میاشتې فرورۍ ۲۳مه نېټه ورکول کیږي چې پکې بهډانلډ ټرمپ اؤ دهغه میرمن د نورو بې خونده اداکارانو جوني ډیپ ،ول فریل، جوهن ترولټا اؤ بروس ولز سره د ایوارډ ترلاسه کولو مقابله کوي

همدا شان د میلانیا ټرمپ مقابله به د کائلن کنوی،مارشیاګی هارډن،کیلی پریسټن اؤ جاز سنکلئیر سره وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG