لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند ویرات کولي د کرکټ د تاریخ تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی


واشنګټن ــــ د هند وتلي کرکټر ویرات کولي د کرکټ د نړیوالې شورا درې مهمې جایزې په یو ځای ګټلې او د کرکټ په تاریخ کې یې د تر ټولو غوره لوبغاړي نوم هم ګټلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د نهې- سه شنبې په ورځ د کال د غوره لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې پکې ویرات کولي د ټیسټ لوبو د غوره لوبغاړي، د یو ورځنۍ لوبو د غوره لوبغاړي او د کرکټ مهمه جایزه (سر ګارفیلډ سوبرز ټرافي) په یو ځای ګټلي دي.

ویرات کولي په 2018م کال کې په 13 ټیسټ لوبو کې 1322 رنزونه جوړ کړي او په 14 یو ورځنیو لوبو کې یې 1202 رنزونه جوړ کړي دي. دغه رنګ کولي د شلو اوورونو ټي-20 په 10 لوبو کې 211 رنزونه جوړ کړي دي.

تر دغو مهمو جایزو ګټلو وروسته ویرات کولي ویلي، "ډېر زیات خوشاله یم، دا د ټول کال د سختې خوارۍ مېوه ده، په نړیواله کچه د کرکټ په دنیا کې دغه پېژندنه زما لپاره د ویاړ خبره ده".

ویرات کولي وړاندې هم د کرکټ یو شمېر نړیوالې جایزې ګټلې دي او د هند ډېر مشهوره لوبغاړی دی.

څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ورته له دې امله پر ټویټر مبارکي ویلې وه، چې وایي د اسټرېلیا لوبډلې ته یې د هغوی پر خپل میدان په تاریخ کې په لومړي ځل په ټیسټ لوبو کې ماتې ورکړه.

ویرات کولي د هندي سېنما له مشهورې هنرمندې انوشکا شرما سره واده کړی او دواړه د خپل شهرت له امله اکثر د لوبو او فلمي نړۍ په خبرونو کې یادېږي.

XS
SM
MD
LG