لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب: د ترهګرۍ ضد ادارې پولیس افسران د ساهیوال پېښې ذمه وار وګڼل شول


واشنګټن ــــ د پنجاب حکومت د ساهیوال د پېښې د لومړنیو پلټنو رپوټ خپور کړی، چې پکې د ترهګرۍ ضد ادارې پولیس افسران د یوې کورنۍ د درو تنو په وژنه تورن پېژندل شوي او هغوی یې سمدستي له خپلې دندې ګوښه کړي دي.

د جنورۍ په 19مه ماسپښین مهال د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې پولیسو ساهیوال ښار ته نیژدې په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په شک پر لوی سړک پر یوه موټر ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې د یوې کورنۍ درې تنه خلیل، د هغه مېرمن او دیارلس کلنه لور او ډرېور ذیشان ځای پر ځای و وژل شول.

د پنجاب د قانون وزیر راجه بشارت د نهې- سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې په رپوټ کې د ترهګرۍ ضد ادارې افسران آی جي اپرېشنز، اېډیشنل آی جي، ډي آی جي، ډي ایس پي او ځینې نور افسران د دغو کسانو په وژنه تورن دي او د دوی په ضد یې د مقدمې پرېکړه کړې ده.

راجه بشارت وایي، دا مقدمه به د پنجاب حکومت لپاره یوه ازمېیښتي مقدمه وي، چې وایي د هر چا لپاره به یو مثال جوړېږي او حکومت به یې اغېزمنې کورنۍ ته انصاف ورکوي.

د پنجاب د وزیراعلی سردار عثمان بزدار په مشرۍ کې هم د ساهیوال د پېښې په اړه غونډه شوې، چې په پېښه کې د ترهګرۍ ضد ادارې د تورنو افسرانو د دندو د معطله کېدو او د هغوی په ضد په ترهګرۍ ضد عدالت کې د مقدمو چلولو پرېکړه شوې ده.

د پنجاب د قانون وزیر وایي، د ګډې پلټونکې ډلې لومړنی رپوټ ښیي چې په پېښه کې وژل شوی خلیل، د هغه مېرمن او لور بېګناه دي خو وایي د څلور تن ذیشان په اړه لا پلټنې روانې دي، چې د ترهګرۍ ضد ادارې په وینا هغه له ترهګرو سره اړیکي لرل.

د پلټونکې ډلې (جې آی ټي) مشر د پولیسو اېډیشنل آی جي سید اعجاز شاه د سه شنبې- نهې په ورځ د پېښې د ځای کتنه وکړه او وروسته یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت ته سپارلی رپوټ یې بشپړ نه دی او د دومره لویې پېښې پلټنه څه نور وخت ته اړتیا لري.

د پنجاب پولیسو د دې پېښې په ضد په ټول پاکستان او په مرکزي پارلمان کې د خلکو غوسه را پارولې وه. پاکستان پیپلز ګوند د ساهیوال پر پېښه د پنجاب حکومت لومړنی رپوټ رد کړی او غوښتنه یې کړې چې د ډي آی جي د معطله کولو پر ځای دې پخپله د صوبې وزیراعلی استعفی ورکړي.

د خالي- شنبې د ورځې په پېښه کې د وژل شويو خلیل او نبیلې درې اولادونه لس کلن عمر خلیل، اووه کلنه منیبه او پینځه کلنه هادیه هم ټپیان شوي وو. عیني شاهدین وایي د پولیسو یوه بې نمبرپلېټه موټر دغه ماشومان لومړی له ځانه سره یووړل خو بیا یې بیرته پر یوه پټرول پمپ پرېښودل.

عیني شاهدینو ویلي وو چې پولیسو دغه موټر درولی وو او ډزې یې ورباندې کړې وې، خو وایي په موټر کې ناستو کسانو ورباندې هیڅ جوابي برید نه دی کړی. پولیسو تور پورې کړی وو چې په دې موټر کې مشکوک ترهګر وو.

XS
SM
MD
LG