لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا کانګرس دوه مسلمانې وکیلانې پر سعودي د امریکا د وسلو د پلورلو مخالفت کوي


الهان عمر او رشیده طلایب
الهان عمر او رشیده طلایب

واشنګټن: د امریکا د کانګرس دوه مسلمانې غړې وايي، په سعودي د امریکا د وسلو د پلورلو مخالفت کوي او زیاتوي چې ددې لپاره به په کانګرس کې د قانون جوړولو هڅې کوي.

سعودي عربستان له همدې امله په دغو دوه مسلمانو امریکايي ښځو باندې نیوکې کوي او رسنیو له لیارې پرې بریدونه کوي.

له دغو دوو مېرمنو څخه یوه الهان عمر ده چې د امریکا ولسې جرګې ته بریالۍ شوې ده او اوس دا توان لري چې په سعودي عربستان باندې د امریکا د وسلو د پلورلو پرېکړه متاثره کړي.

عمر سوماليايۍ امریکایۍ ده چې تېره اونۍ یې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته لاره ومونده.

اغلې عمر وویل:

"د سعودي عربستان په څېر د بشر د حقونو له تېري کونکو ته باید د وسلو پلورل ودرول شي."

په کانګرس کې د هغې ملګرې رشیدې طلایب له مشیکن څخه بریالۍ شوې ده.

په دغو دواړو مسلمانو امریکايي وکیلانو باندې باندې د امریکا د منځنۍ دورې د ټاکنو له وخته بریدونه کېږي.

دواړه په کانګرس کې د هغو سیاسي پرمخ تلونکو نویو وکیلانو څخه دي چې ژمنه کوي چې د امریکا کانګرس او د هغوی خپل د ډیموکراټ ګوند کې به بدلون راولي.

یو سعودي ډپلومات د هغوي په وړاندې د ټاکنو په شپه په یو ټویټ کې په اغلې عمر باندې د نیوکو په بڼه ویلي و چې هغه به د خلیج په وړاندې ډېره تونده وي او په هغې یې دا تور لګولی وو چې د اخوان المسلمین په څېر په سیاسي اسلام باور لري.

د بریدونو لړۍ:

د امریکا د کانګرس د دغو دوو مسلمانو وکیلانو ملاتړ کونکي د هغوی په وړاندې د سعودي د رسنیو کمپاین ته د نیوکو او انتقاد په سترګه ګوري.

دوی وايي په دغو دوو مسلمانو ښځینه وکیلانو باندې ځکه بریدونه کېږي چې دواړه وکېلانې پرمختللي ټولنیز فکرونه لري او د ال جي بي ټي او د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.

دوی دا هم وايي، چې په دواړو مېرمنو باندې ځکه د سعودي عربستان لخوا نیوکې کیږي چې دوی د سعودي د شاهي کورنۍ په غړو په ځانګړي توګه په ولیعهد محمد بن سلمان باندې سختې نیوکې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG