لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچین سفیر:بیجنګ طالبانو ته دیو سیاسي قوت په سترګه ګوري


په پاکستان کې دچین سفیر یاؤ ژنګ ویلي چین طالبانو ته د یو سیاسي قوت په سترګه ګوري ځکه چې هغوئ دافغانستان د سیاسي عمل یوه برخه ده اؤ اندېښنې یې هم سیاسي دي.

دپېښور پوهنتون په مطالعاتي مرکز کې یو ګردي میز ته پخپله وینا کې دچین سفیر ویلي هیواد یې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ د روغې جوړې په لړ کې دپاکستان د اوسنیو هڅو ستائنه کوي.

ښاغلي یاؤ ژنګ ویلي چین دافغان سولې لړ کې دطالبانو اؤ‌ افغان دولت سره رابطه کې دی اؤ خپل یو ځانګړی استازی یې هم طالبانو سره خبرو اترو دپاره قطر کې دهغوئ دفتر ته لیږلی دی.

دیوې پوښتنې ځواب کې دچین سفیر ویلي چې په راتلونکي کې هم باید طالبان اجازه ولري چې افغانستان کې دسیاسي ثبات دپاره خپل رول ولوبوي.

هغه وویل هیواد یې دافغان سولې دپاره د نړۍ په بیلابیلو فورمونو غږ پورته کوي اؤ که ممکن شوه نو دا ټینګار به هم وکړي طالبان باید د امن دټېنګښت دعمل برخه جوړه کړل شي.

هغه خپلو خبرو کې د افغانستان په ټولو ګاونډیو هیوادونو اؤ اړونده اړخونو ټینګار وکړو چې په جګړه ځپلي افغانستان کې دامن اؤ سولې ټینګښت دپاره خپل رول ترسره کړي.

هغه وویل افغانان دتیرو ۴۰کالو راهسې دجګړې په حالت کې دي اؤ بې کچه قربانۍ یې وړکړې هغوئ هم حق لري چې دسولې اؤ ارامۍ ژوند وکړي.

هغه وویل پاکستان چې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دخبرو په لړ کې کوم زړه پورې رول ترسره کوي چین یې ستائنه کوي اؤ بیجنګ پخپله هم د مسکو په غونډه کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ جوړ جاړي کې خپل رول ترسره کړی ؤ.

نوموړي زیاته کړې ده “چین اؤ افغانستان خپلو کې د دوستۍ ژورې اړیکې لري اؤ د دواړو هیوادونو ولسونه یو بل ته ډير درانه ګوري خو کله چې مونږ دلویدیځ لوري ته ګورو نو افغانستان راته ښکاریږي چې پکې بیلا بیلې ترهګرې ډلې وجود لري”

یاؤ ژنګ وویل دمنځنۍ ایشیاء هیوادونه دافغانستان په اړوند خپل نظر لري خو د روسیې ،ایران اؤ پاکستان هم بیلابیل دریځونه دي.

هغه وویل “مونږ ټول دافغان کشالې دسوله ییز هواري هیله لرو خو دا یوه نازکه ستونزه ده چې ترڅو هواره شوې نه وي مونږ ته به صبر اؤ تحمل کول وي”

په دې وروستیو کې چې چین دیوې ساحې اؤ یوې لارې په نوم کومه اقتصادي پروژه پیل کړې دافغان کشالې په هواري کې یې زیاته خوښي اخستل پیل کړي اؤ د شورو په ورځ هم دافغان ولسمشر استازي عمرداودزي دافغان سولې په لړ کې دچین چارواکو سره د خبرو اترو دپاره دچین سفر کړی دی.

چین اؤ پاکستان خپلو کې ژورې اړیکې لري اؤ دافغانستان دسولې دشورا ویاند د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته ویلي وؤ چې ښاغلی عمر داودزی به دبیجنګ په سفیر کې دچین چارواکو څخه وغواړي چې په پاکستان فشار راوړي ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG