لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې غیر عدالتي وژنو اندېښنې راپارولي


د پاکستان د بشري حقونو یوې غیرې حکومتي ادارې په دغه هېواد کې، د دوی په وینا د قانون پلي کونکو ادارو لخوا د ظالمانه غیر عدالتي وژنو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون (اچ ار سي پي) د هغې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې په کومه کې چې په ساهیوال کې د پولیسو یو ټولي د یوې کورنۍ درې تنه او یو ګاونډی یې د هغوی د ماشومانو د سترګو مخې ته ووژل.

په لومړیو کې د ترهګرۍ ضد څانګې ادعا کړې وه چې دغه درې ماشومان تښتول شوي وو خو دوی وژغورل.

دغه کېسه ژر وروسته له هاغې بدله شوه کله چې ددغو ماشومانو له ډلې یو نهه کلن ماشوم، محمد عمیر وویل چې دی په دې سفر کې له خپلې کورنۍ سره وو.

ددغه ماشوم هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو باندې ډېره خپره شوې ده په کومه کې چې دی وایي چې پلار یې وژونکو ته ډېرې زارۍ وکړې خو هغوی پرې رحم و نه کړ او وه یې واژه.

د پنجاب حکومت بیا وروسته وویل، چې دغه عملیات د زیشان په نامه د هغه د څنګ لوري پرضد وو چې له داعش سره یې اړیکې درلودې.

د حکومت وزیر ویلي چې دغه کورنۍ د ترهګرۍ په وړاندې د شویو عملیاتو په څنډه کې وژل شوې ده.

حکومتي چارواکو دا هم ویلي، چې د دوی کسانو وروسته له هاغې ډزې کړي چې لومړی پرې خپله زیشان له موټر څخه ډزې وکړې خو د عیني شاهدانو او د ټیلیفون د ویډیوګانو څخه داسې جوتېږي چې د حکومت دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

وزیره شیري رحمان وايي، دې ته اوس ټیلیفونونه کېږي او خلک ترې پوښتي چې ایا دا به خوندي وي چې له خپلو کورنیو سره سفر وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، ددغې پېښې په اړه اوس پلټنې کېږي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په ګڼو ټویټونو کې ویلي دي چې د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دوی به د پنجاب د پولیسو په چوکاټ کې اصلاحات راولي.

تر دې مخکې په کراچۍ کې د پولیسو په یوې جعلي مقابله کې، ۲۷ کلن پښتون ځوان نقیب الله مسید وژل شوی وو چې له امله یې په پلازمېنې اسلام اباد کې د اونیو اوږد لاریون ترڅنګ په ټول هېواد کې لاریونونه وشول.

همدارنګه د نقیب مسید له وژل کېدو سره د منظور پشتین په مشرۍ د پښتنو د حق غوښتنې یوه ډله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) نومېږي رامنځ ته شوه.

اچ ار سي پي وايي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې د پولیسو لخوا د دا ډول عملیاتو ۲۱۲۷ پېښې له ځان سره ثبت کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG