لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور:په فېسبوک دښځو تنګولو په جرم یو تن ته د اتوؤ کالو دبند سزا


په پېښور کې محکمې د پردیو ښځو د بې پردې عکسونو فیس بک ته د خیژولو پسر یو تن ته د اتوؤ کالو دبند اؤ ۵۰ زره روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

داحسن شیراز په نوم ددغه تن په ضد سید محبوب مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف ایي ای کې شکایت درج کړی ؤ چې په فیس بک د ښځو لوڅ عکسونه اچوي اؤ بیا دغه ښځې بلیک میل کوي.

تیره ورځ چې کله دغه تورن تن دپېښور ضلعي محکمې ته وړاندې کړل شو نو دمحکمې قاضي کلثوم اعظم ورته د جرم په ثابتیدلو د اتوؤ کالو دبند سزا واروله.

دانټرنیټي جرمونو د مادې لاندې تیرکال محکمې خپله وړومبۍ پېښه اورولې وه اؤ دعثمان بن مسعود په نوم یو مجرم یې په سوشل میډیا د جینکو تنګولو له امله شپږ کاله بندي کړی ؤ.

پاکستان کې په ۲۶م مارچ کال ۲۰۱۷م کې په وړومي ځل ایف ایي ای د انټرنیټي جرمونونو د قانون لاندې یوه ښځه نیولې وه.

په دغه ښځه تور ؤ چې دهیواد نه بهر یو سړی بلیک میل کوي.

وروسته هم ددغه کال په ۳۰ مارچ په انټرنیټ د یوې میرمنې د تنګولو په تور دوه نور طالبعلمان نیول شوي وؤ.

پاکستان کې تیرکال دجولایي میاشت کې پارلیمان د انټرنیټي جرمونو په ضد یو قانون جوړ کړی چې دهغې په اساس ګرد هیواد کې د ایالتي محکمې په صلاح ځانګړې محکمې جوړې کړل شوي دي.

دغو محکمو ته واک ورکړل شوی چې په انټرنیټي جرمونو کې ککړو مجرمانو ته د۱۴کالو پورې دبند اؤ پینځوؤ کروړو روپو دجرمانې سزا اورولی شي

XS
SM
MD
LG