لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې احتجاجي پرلت پیل کړ


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ټول پاکستان کې د چارشنبې- شورو د ورځې تر لویو لاریونونو وروسته نن په کراچۍ ښار کې احتجاجي پرلت پیل کړ، چې په دې ښار کې د خپلو بندي کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د پرلت احتجاجي خېمه نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې لګول شوې، چې د دې تحریک سلګونه پلویان پکې ګډون لري.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر نورالله ترین وایي، د احتجاجي ناستې مقصد یې په دې ښار کې له څو میاشتو راهیسې د دوی له ملګرو سره د امنیتي ادارو د ناوړه چلند پای ته رسېدل دي.

پرلت ته په وینا کې نورالله ترین وویل چې دوې ورځې وړاندې د دوی په ضد د پولیسو په جوړو مقدمو کې د ضمانت اخیستو لپاره عدالت ته ورغلي وو، خو وایي قاضي د دوی د شناختي کارډ له منلو انکار وکړ:

"ټول اسناد مو ور برابر کړل، موټر چې د کوم سړي په نامه وو د هغه سړي شناختي کارډ د وزیرستان وو، قاضي ویل دا د وزیرستان شناختي کارډ دی دلته نه چلېږي، موږ ورته ویل دا په وزیرستان کې کوم ملک نه دی جوړ کړی نادرا را جوړ کړی دی".

نور الله ترین د وي.او.اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي، د دوی پینځه غوښتنې دي او تر هغه وخته به یې احتجاجي ناسته روانه وي، چې دغه غوښتنې یې نه وي منل شوې. نورالله ترین وایي د لاندې پینځو غوښتنو لپاره یې پرلت پیل کړی:

1. په دویم دسمبر کراچۍ ته د منظور پښتين تر راتګ وروسته جوړې شوې مقدمې دې ختمې کړل شي.
2. د بې درکو خلکو لپاره ږغ پورته کوونکی فعال عالمزېب مسید دې خوشی کړل شي.

3. د کراچۍ په سنټرل جېل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي درې غړي اختر، اکرام او احسان الله دې خوشي کړل شي.

4. په سیند صوبه او په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دې د پښتنو معاشي قتل عام بند کړل شي.
5. د خیسور د پېښې پلټنه دې وشي او د حيات کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.


پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ په ۲۳مه هم د پاکستان د څلورواړو صوبو په لویو او وړو ښارونو کې د عالمزېب مسید د نیول کېدو او د شمالي وزیرستان د خیسور سیمې د پېښې په ضد احتجاجونه وکړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ نن بیا په کراچۍ کې په داسې حال کې احتجاجي ناسته پیل کړې، چې پولیسو د دې ښار د ترهګرۍ ضد عدالت ته د نقیب مسید د وژنې په اړه د پلټنو رپوټ وړاندې کړی او پکې ویلي یې دي چې هغه بېګناه وو او پولیسو په غیرعدالتي توګه له درو نورو ځوانانو سره په ډزو وژلی دی.

د کراچۍ پولیسو تر اوسه د عالمزېب مسید او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو په ضد د جوړو مقدمو په اړه څه نه دي ویلي، خو په هغه ایف ای آر کې- چې د دوی په ضد شوی- دعوه شوې ده چې دوی په کراچۍ کې د جنورۍ د 20مې په جلسه کې د ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG