لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني:دترهګرۍ په ضد په ګډه مبارزه دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې ښې کیدلی شي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي افغانستان دپاکستان سره ښې اړیکې جوړول غواړي اؤ دترهګرۍ په ضد په ګډه مبارزه دا اړیکې ښې کیدلی شي.

یو امریکایي ټیلي ويژن سره مرکه کې افغان ولسمشر ویلي دافغان سولې دپاره دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیل زاد روانې هڅې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د لارې هوارولو په موخه دي.

په قطر کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دڅلورو ورځو اوږدې خبرې شوي دي خو طالبانو تر دې دمه افغان دولت سره مخ په مخ د سولې خبرو ته غاړه نه ده اېښې.

تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي وؤ په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ خبرو پیل کولو کې پاکستان همکاري کړې ده.

دافغان خبري اژانس‌ پژواک وایي پخپله دغه مرکه کې ښاغلي اشرف غني ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ موجودې ستونزې په دریوؤ برخو کې د همکاریو دلارې هواريږي ،د تاوتریخوالی له منځه وړل، ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او افغانستان د انرژۍ په برخه کې ښه سرچینه ثابتېدلی شي.

هغه ویلي افغانان د یو ملت په توګه ژمن دي چې خپلې ماضۍ ته ماتې ورکړي

اشرف غني ویلي افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، بدل شوی دی او ډېر ژر به افغانستان په خپلو پښو ودریږي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي اشرف غني ویلي د نړیوال بانک د راپور ښایي چې که پاکستان په اوسنیو شرایطو کې همداسې دوام ولري، نو په ۲۰۴۷ کال کې به د نړۍ په کچه تر ټولو بېوزلى هېواد وي، خو که خپلې تګلارې بدلې کړي او سیمه ییزې همکارۍ پیل کړي، نو د منځنې کچې عاید لرونکی هېواد به وي.

په دې وروستیو کې امریکا په پاکستان ترهګرو ډلو سره دمرستو دتورونو له امله خپلې پوځي مرستې تړلي اؤ دغه هیواد دبهرنیو پورونو له امله دسختو اقتصادي کرکیچونو سره مخ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG