لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دنړۍ ۹۷ هیوادونو ته د ویزو شرطونه نرموي


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ شوې دلوړې کچې یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې پاکستان به د نړۍ ۹۷ هیوادونو ته د ویزو شرطونه نرموي.

د وزیراعظم عمران خان وینا ده چې دپاکستان لخوا د ویزو د شرطونو اسانولو مقصد پاکستان دنړۍ وګړو ته خلاصول دي ترڅو له ټولې نړۍ تجاران اؤ سیلګري دې هیواد ته رامات شي.

دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري رسنیو ته ویلي د زیارت په ورځ ترسره شوې دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ویزو ورکولو په لړ کې به دنړۍ وګړو ته یو شمیر اسانۍ ورکړي ترڅو هغوئ پاکستان ته په اسانه سفرونه وکړل شي.

دسرچینو له مخې په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې په لمړي پړاؤ کې د۹۷ هیوادونو وګړو ته د ویزو ورکولو لړۍ کې بیلابیلې اسانۍ ورکولی شي.

په دغو اسانیو کې به په هوایي اډو د ویزې ورکړه اؤ د ویزې ورکولو دپاره ټاکلی وخت راکمول شامل وي.

داطلاعاتو مرکزي وزیر وایي تر دې وړاندې کله هم د ویزو په ورکړه کې په دومره لویه کچه بدلون نه دی شوی.

هغه ویلي چې د ویزو د شرطونو اسانولو له امله به خبریالان،کاروباري طبقې اؤ سیلګرو ته ګټه ورسیږي اؤ پاکستان به هم ورسره دښه امدن جوګه شي.

په سمدستي توګه لا دا نه ده معلومه شوې چې دپاکستان لخوا کومو ۹۷ هیوادونو ته د ویزو په ورکړه کې داسانیو ورکولو پرېکړه شوې ده .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیرکال په ټولټاکنو کې له بریالیتوب ترلاسه کولو وروسته ژمنه کړې وه چې افغانستان سره به خپلې پولې خلاصې پریږدي خو په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي زردشت شمس تیره اوونۍ ډيوه راډيو ته ویلي وؤ چې دافغان دولت دپرله پسې غوښتنو باوجو دپاکستان افغانانو دپاره د ویزې شرائط نه دي اسان کړي.

هغه ویلي وؤ د دواړو هیوادونو د وګړو ترمینځ نه یوازې ګڼې رشتې دي بلکې د یو،بل هیواد کې کاروبارونه اؤ راشه درشه لري دوئ ته باید په هوایي ډګرونو د ویزو اسانۍ ورکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG