لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حیات مور وایي، "نه مېړه او نه زوی غواړم خو چې عزت مې وساتل شي"


د حيات مور
د حيات مور

د شمالي وزيرستان د خېسور سره تعلق لرونکي ماشوم حيات مور وايي،د خپل عزت د ساتنې دپاره يې غږ کړی او ويلي يې دي "نه مېړه او نه زوی غواړم خو چې عزت مې وساتل شي".

څو ورځې وړاندې د حيات ماشوم يوه ويډيو په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې دغه تنکی ماشوم وايي پوځي سرتيري يې کور ته بې د اجازته ننوځي او د کور ستر پرده يې ورله مات کړي دي.

پرون د جمعې د ورځې راهسې په سوشل ميډيا داسې خبرونه خپرېدل چې د حیات کورنۍ د خپلو خبرو څخه په شا شوې ده چې کوم تورونه یې لګولي دي.

خو د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټويټر ويډيو خپره کړې او ورته يې ليکلي چې د حیات د مور د جرګې په وړاندې خبرې،

په ويډيو کې په بورقه کې په پټ مخ د حیات مور چې دغه ماشوم ورسره څنګ ته ولاړ هم دی وايي،

"چې کوم ملکان وايي چې دې ګوته ولګوله (د خپلې خبرې نه په شا شوه) زما سر دې غوڅ شي" که دغسې مې وکړه.

هغې وويل، "پوځيانو راته وويل چې کټ سم که او بالښت راته کېږده، چې که شهريت، خاوند يې نه راځي نو هغه به ورکره شپه وکړي".

دا مېرمن وايي "ما خپل بيان په کاغذ ليکلی دی، خاوند او زوی یې ورله د دوي په مخکې په ډنډو وهلي دي او په اوونۍ کې به درې ځله راتله. او د صندوق نه به یې زما جامې راويستې نو ولې زما خاوند په صندق کې ؤ".

هغې وويل "نن د دې خلکو په مخکې ځکه راوتلې يم چې دا زما وروڼه او زامن دي اود ډېرې بې عزتۍ نه مې دا غږ کړی دی،پينځه که شپږ کاله کيږي چې په انټرۍ (اندراج) کولو سره خپل کلي ته راغلې يم خو د دې نه مخکې مې غږ نه دی کړی اوس زه ښځه پاتې يم او سړي نه ؤ راسره په کور کې".

د حيات مور وايي، "غږ مې وکړو چې بې عزته نه شم د بدې ورځې نه مې غږ وکړو ځکه چې دوي رانه نه قلارېدل،نه مېړه غواړم نه زوی غواړم خو چې زما خپل عزت وساتل شي".

د حيات د ويډيو مخې ته راتلو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ د يادې پېښې پرضد وزیرستان ته لاريون کړی ؤ.

په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې هم په دغه خبره بحث شوی او د يادې پېښې د پلټنو دپاره د پارلیماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه شوې ده.

محسن داوړ دوه ورځې وړاندې يو ټويټ کړی او ویلي يې ؤ پوځ او د شمالي وزيرستان انتظاميه په حيات خان او د هغه په کورنۍ فشار اچوي د پېسو ورکولو يې ورته ويلي چې هغوي د خپلې خبرې نه په شا شي.

​د پاکستان پوځ د حیات او د هغه مور د ویډیو په حقله څه غبرګون نه دی ښودلی خو د پخوانیو دعوو ترمخه پوځ دغلته د خلکو د حفاظت لپاره موجود دی.

د پاکستان پوځ وايي دويي دغلته د ضرب عضب عملیات کړي دي او ترهګرو ته یې ماتې ورکړی ده، پوځ وايي تر هغې به په سیمه کې موجود وي تر څو د ځايي خلکو ژوند ته خطرې ختمې شوې نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG