لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو او طالبانو د اوربند او امریکايي پوځيانو په وتلو خبرې کړي، رپوټ


افغان ميډيا وايي په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د جمعې په ورځ د اوربند او امریکايي پوځ د افغانستان څخه وتلو په سر خبرې شوي دي.

طلوع نيوز د دوحه خبرو ته نزدې سرچينو له قوله ويلي، امریکايي چارواکو منلې چې ځواکونه به يې د افغانستان څخه ووځي.

او د دې ترڅنګ طالبان په دې موافقه شوي چې القاعده او داعش ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي.

سرچینې ويلي امریکايي چارواکو طالبانو ته د اوربند ويلي خو طالبانو ترې د امريکايي ځواکونو د ويستلو ټاکلی نېټه غوښتې ده.

د رپوټ ترمخه د افغانستان د سولې د خبرو دپاره امريکايي استازي زلمي خليلزاد طالبانو ته د افغان حکومت سره د خبرو کولو ويلي خو طالبانو دې خبرې ته ځواب نه دی ويلی.

د زلمي خلیل زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تېر ګل یا دوشنبې په ورځ پېل شوي چرته چې طالبان خپل سیاسي دفتر لري. د پاکستان او قطر سفارتکارانو هم په خبرو کې برخه اخستې ده.

سرچینو واېس اف امریکا ته ویلي دواړو غاړو د څلورو ورځو راهسې په روانو خبرو اترو کې تر ټولو مشکلو دوه ستونزو په سر اتفاق ته د رسېدو په کوششونو کې په ډېرڅه خبرې کړي دي.

په داسې حال کې د دوحه په خبرو کې د پرمختګ خبرونه مخې ته راروان دي، نه خو زلمي خليلزاد او نه طالبانو په دغه اړوند په خپله په رسمي ډول کوم بيان ورکړی دی.

خو په عېن حال کې د افغانستان صدر اشرف غني ویلي د طالبانو سره د سولې ممکنه لوظنامه باید چې د هېواد آئین او قانوني چوکاټ ته احترام ولري.

صدر اشرف غني دغه خبرې د جمعې په ورځ د سوېټرزلېنډ په ډوس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وکړې.

افغان صدر وویل په افغانستان کې د موجودو خارجي ځواکونو د اینده فېصله باید چې د افغانانو په ملکیت کې مذاکراتو کې وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG