لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین:افغان دولت سره دطالبانو مذاکراتو ته کښېنولو کې به رول ولوبوؤ


چین افغانستان ته ډاډ ورکړی چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ نېغ په نېغه دسولې خبرو ته د لارې په هوارولو کې به خپل کوټلی رول ولوبوي.

دافغان سولې دپاره دملاتړ پیدا کولو په چارو کې دافغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي بیجنګ ته پخپل سفر کې دچین دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ژن شاؤ دنګ سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د شنبې په ورځ د افغانستان دسولې دشورا د ویاند سید احسان طاهري له خولې لیکلي چې په دې ليدنه کې داوړه لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مرستو زیاتېدو، د افغانستان دولت پر رهبرۍ، حاکمیت او مالکیت د سولې پروسې پر مخ وړل، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه يېیزی اجماع رامنځته کولو او په سیمه کې د یو با ثبات افغانستان د ګټو په اړه بحث وشو.

ښاغلی طاهري وایي چې لیدنه کې ښاغلي عمر داودزي چین دهاغو پرمختګونو څخه خبر کړی چې تر اوسه د سولې په هڅو کې شوي دي.

ښاغلي داودزي افغان سوله کې دچین دهلو ځلو مننه اؤ ستائنه کړې اؤ ویلي یې دي افغانستان کې دسولې د روانو هڅو د چټکوالي اؤ ورڅخه دښو پائیلو ترلاسه کولو دپاره دنړیوال ملاتړ ترڅنګ سیمه ییز ملاتړ هم ګټور ثابتیدلی شي.

پژواک وایي په دغه لیدنه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ژن شاو دنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې شوي پرمختګونه زړه پورې وبلل اؤ وئ ویل چین چمتو دی چې د افغانستان دولت پر حاکمیت، مالکیت او رهبرۍ د سولې روانو هڅو بریالي کولو کې خپل هر رقم مرسته وکړي.

چین اؤ پاکستان خپلو کې ژورې اړیکې لري اؤ دافغانستان دسولې دشورا ویاند د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته ویلي وؤ چې ښاغلی عمر داودزی به دبیجنګ په سفیر کې دچین چارواکو څخه وغواړي چې په پاکستان فشار راوړي ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

XS
SM
MD
LG