لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي د اټومي توغندیو په جوړؤنه اؤ ازموئنه کار روان کړی،دڅېړونکو اندازه


د سټیلائت عکسونو څخه ددفاعي چارو څيړونکو اندازه لګولې چې په سعودي عرب کې دننه یوه پوځي اډه کې په احتمالي ډول داتومي توعندیو په جوړونه اؤ ازموئنه کار روان دی.

د نړیوالې خبري ادارې ای پي له مخې دا د سعودي داټومي وسلو دهاغه پروګرام یو ثبوت دی چې دسعودي خوابدی هیواد ایران پرې د یوې مودې راهسې نیوکې لري.

دسعودي لخوا د اټومي توغندیو د جوړلو دا راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تیر کال دسعودي عرب طاقتور ولي عهد محمد بن سلمان خبرداری ورکړی ؤ که چرې ایران اټومي وسلو ته وده ورکوي نو سعودي عرب به هم په دغسې کولو کې هیڅ ویره ونکړي.

بلیسټک میزائیلې په زرګونو کلو میټره تر لرې د اهدفو په نخښه کولو دپاره د جوهري وسلو د وړلو توان لري.

د ای پي دخبر له مخې په ریاض کې چارواکو ا‌ؤ‌ په واشنګټن کې د سعودي سفارتخانې دسعودي لخوا د اټومي توغنديو دجوړولو دهڅې په اړوند پوښتنو ته له ځواب ورکولو ځان رانغښی دی.

څيړونکي وایي چې که چرې ثابته شي چې سعودي په رښتیا د اټومي توغندیو په جوړولو کار روان کړی نو له دې کبله به دسعودي اؤ امریکې اړیکې نورې هم خرابې شي.

امریکا اؤ سعودي عرب دا مهال خپلو کې اوږد مهاله امنیتي انډیوالي لري خو په نزدې میاشتو کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې اؤ‌ په یمن کې دسعودي د روانې جګړې له امله د دواړو هیوادونو اړیکې تاوژنې شوې دي.

د کیلفورنیا په مونټری سیمه کې د نړیوالو مطالعاتو په میډلبري اداره کې دمیزائیلو په پروګرام پوهه لرونکې جیفري لیوئس ویلي په میزائیلو زیاتې پیسې هاغه قوتونه مصرفوي چې په اټومي وسلو ترلاسه کولو کې خوښي‌لري.

د سیټلائټ‌ عکسونو د مطالعه کوونکې لیوئس وینا ده” که چرې مونږ دسعودي د ارادو په هکله کمه یا لږه اندازه لګوؤ نو دا خبره به د اندېښنې وړ وي”

ددغو عکسونو په اړه تر ټولو وړاندې واشنګټن پوسټ اطلاع ورکړې وه چې پکې ټوله پاملرنه د سعودي دپلازمینې ریاض څخه ۲۳۰ کلو میټره لرې لویدیز اړخ ته الدوادمي سیمه کې موجودې عسکري اډې ته شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG