لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

‎بلوچستان: په دوکۍ ضلع کې د سکرو په کان کې دوه نور خواريکښ وژل شوي


‎د بلوچستان صوبې په دوکۍ ضلع کې د سکرو په کان کې دوه نور افغان خواريکښ په يوه پېښه کې وژل شوي دي څو ورځې وړاندې هم دغه ډول يوه بله پېښه رامنځته شوې وه.

د دوکۍ ضلعې د مرستیال کمشنر میران بلوچ په وېنا د سکرو په کان کې د ټرالۍ په لګېدو سرہ دوہ خواریکښ وژل شوي دي .

‎مرستیال کمشنر وي او ای ډیوه ته ويلي، چې خواریکښ د سکرو په کان کې وو چې ټرالۍ پرې دپاسه ورغورځېدلې دہ او پېښه رامنځ ته شوې دہ .

‎د هغه په وینا د وژل شوو خواریکښو جسدونه یې له کانه رایستلي دي .

‎د دوکۍ د پولیسو په وینا د خواریکښو مړ‎ي یې د هغو خپلوانو ته ورسپارلي چې تعلق یې له افغانستان سرہ دی.

د بلوچستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږ‎ي.

په روان کال کې تر اوسه پورې په ۲۷ ورځو کې تر اوسه پورې په بېلا بیلو پېښو کې ۱۹ خواریکښ وژل شوي او د ۳۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

په تېر ۲۰۱۸م کال کې د سکرو په کانونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ژوبل شوي وو.

د بلوچستان د سکرو په کونونو کې زیاترہ خوراریکښ کار کوونکي د خېبر پښتونخوا د شانګلې، سوات او دیر سیمو سرہ تعلق لري.

په دغو خواریکښو کې ډېری د افغانستان سره هم تعلق لري.

XS
SM
MD
LG