لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان روان کال ۸۰۰ افغانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروي


په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ویلي د افغان زده کوونکو لپاره یې د ۵ کلونو په موده کې ۳۰۰۰زره سکالرشیفونه ځانګړي کړي دي.

په پاکستان کې د ډاکټرۍ (دوکترا)، ماسټرۍ او د لیسانس ترکچې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په هدف له افغان زده کوونکو څخه د ازموینې د اخیستو په مراسیمو کې د پاکستان سفر ویلي د ازموینې پروسه به شفافه وي او په وینا یې هیڅ ډول بډې اخیستنه او فساد به په کې نه رامنځته کیږي.

نصرالله ويلي د افغان انجونو دپاره هم په لسګونو تعليمي بورسونه (سکالرشپونه) ځانګړي کړی شوي دي.

نوموړي زیاته کړه په پاکستان کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په هدف له افغان زده کوونکو دا ازموینه په روان کال کې د کابل په ګډون په ننګرهار ،کندهار،بلخ او هرات ولایتونو په ښارونو کې هم اخیستل کیږي.

رسنیو سره په خبرو کې زاهد الله وويل چې د يو اعشاریه ۷ میلیونو کلدارو په ارزښت د غنمو له اعلان شویو مرستو څخه د ۴۰ زره ټنو د لیږد پروسه تیره اونۍ بشپړه شوې ده او دغه غنم په وچکالۍ ځپلو خلکو ویشل کیږي.

په کابل کې د پاکستان سفیر زیاته کړه له افغان حکومت سره په ګډه د یو داسې پلان په جوړولو کار روان دی چې په عملي کیدو سره به یې خلک د ویزې په ترلاسه کیدو کې له ستونزو وژغورل شي.

نصرالله خان وویل "ورځ تربلې ویزو ته د افغان وګړو د لاس رسي غوښتنې زیاتیږي او پاکستان هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ ویزې افغانان ته ورکوي خو مونږ هڅه کو چې د ویزو په ادارو کې دخپلو کارکونکو شمیر زیات کړو چې د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي".

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پاکستان له قونسلګریو څخه د ویزو د ترلاسه کولو په پروسه کې د اسانتیاو له نشتوالي او د بډو او فساد په تړاو د خلکو شکایتونه راپورته شوي دي.

د افغانستان حکومت هم افغان وګړو ته د ویزو ورکولو له پروسې د پاکستان د قونسلګرۍ له ادارو ناخوښه ؤ او په دې اړه یې په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه اسانتیاو درامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

خو په کابل کې د پاکستان سفیر نصرالله خان په تازه څرګندونو کې ویلي په تیر ۲۰۱۸م کال کې يې افغان وګړو ته یې ۷ لکه ۴۲ زره ویزې ورکړي چې په خبره یې تراوسه بل هیڅ هیواد لخوا افغان وګړو ته په دومره لویه کچه ویزې نه دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG