لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتون تحفظ مومنټ مشرانو په مردان کی دخپلو غړو د نیولو په ضد احتجاج کړی


د پښتون تحفظ مومینټ مشرانو په مردان کی د خپلو غړو د نیولو په ضد احتجاج کړی دی. د احتجاج په وخت غوښتنه شوېی ده چې زر تر زره دې حکومت نیول شوي غړي خوشي کړي.

احتجاج کونکو دهړکه وکړه چې که دا کسان خوشي نه کړی شول نو په ټول ملک کې به احتجاج شورو کړي.

تیره ورځ د مردان ایډیشنل سیشن جج عبدلباسط عدالت د پی ټي ایم اووه غړي پولیسو ته د دوه ورځو په ریمانډ حواله کړي وو. دا گرفتارۍ د ضمانت د منسوخ کیدلو وروستو وشوې

په نیول شوو کسانو د اپریل په اتمه په پیښور کی د پی ټی ایم د جلسې وړاندې د حکومت نه بې اجازته د لاریون ویستلو تور وو.

د پی ټی ایم غړو نن د مردان پریس کلب مخې ته احتجاج کړی دی.

په احتجاج کی دمردان پیښور او صوابۍ د پي ټي ایم د غړو نه علاوه د صوبې د نورو برخو اوسیدونکو هم گډون کړی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG