لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځي وياند د خېسور په پېښه غبرګون څرګند کړی


حيات او د هغه مور

د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي،" د خېسور په پېښه په سوشل ميډيا (ډيزاين) شور جوړ کړی شوی دی پرون دغلته جرګه شوې او په جرګه کې دغه خبره دورغژنه ګرځول شوې ده".

څو ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان د خېسور علاقې سره تعلق لرونکي يو ماشوم حيات ويډیو په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې دغه تنکی ماشوم وايي، پلار او ورور يې نيول شوي او اوس يې پوځيان کور ته بې د اجازته ورځي د کور ستر پرده يې ورله ماته کړې ده.

له دغې وروسته د حيات د مور ويډيو بيان هم مخې ته راغلی چې پکې هغې ويلي ؤ،

"پوځيانو راته وويل چې کټ سم که او بالښت راته کېږده، چې که شهريت، خاوند يې نه راځي نو هغه به ورکره شپه وکړي".

هغې ويلي "نن د دې خلکو په مخکې ځکه راوتلې يم چې دا زما وروڼه او زامن دي اود ډېرې بې عزتۍ نه مې دا غږ کړی دی، پينځه که شپږ کاله کيږي چې په انټرۍ (اندراج) کولو سره خپل کلي ته راغلې يم خو د دې نه مخکې مې غږ نه دی کړی اوس زه ښځه پاتې يم او سړي نه ؤ راسره په کور کې".

د شمالي او جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير، د نيمې قبايلي ضلعې غړي مفتي او په سېنېټ کې د پښتونخوا مېپ ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ دغه خبره راپورته کړې او ويلي يې ؤ د پېښې د پلټنو دپاره دې پارليماني کمېټي جوړه شي.

د پاکستان د پوځي وياند مېجر جنرل اصف غفور نه يو ځايي ژورنالسټ حامدمير په شمالي وزیرستان کې د خېسور د پېښې پښتنه کړې ده،"چې د خېسور په پېښه په سوشل ميډيا پروپېګنډا کيږي په خېسور کې شوي څه دي؟ پوره شور پرې جوړ دی؟".

په ځواب کې اصف غفور ويلي،

"تاسو وايي چې په سوشل ميډيا شور دی نو دا جوړ کړی شوی شور دی او د هغې نه تاسو خبر يئ، پرون دلته جرګه هم شوې ده په جرګه کې هم دا خبره دروغژنه ګرځول شوې ده، او هغه زمونږ خور چې وايي پينځه کاله يې صبر کړی دی او که پينځه کاله مخکې څه شوي يې هغه نن ويل نه دي پکار".

هغه وويل "په پوځ کې يو نظام دی او غلطي د هر چا نه کېدی شي او که غلطي کيږي هغه پرېښودی نه شي خو دلته چې کوم تور لګول شوی دی هغه زما په خيال د دې ځای د کلتور پرضد دی او هغه په غېر ضروري توګه وړاندې کول کيږي او پرون هغه دلته ځايي جرګې رد کړو او جرګې فېصلې وکړه چې داسې نه ده".

نوموړی وايي دوي په خپله دا خبره کوي چې دا يې د کلتور پرضد دي "نو په دې کې زه خواست کوم چې تاسو په څه وجې سره پوځ هدف جوړول غواړئ نو په هغې کې د خپلې خور، مور عزت مه راګډوئ".

په سوشل ميډیا د حامدمير دغه ويډيو خپرېدو ته هم سخت غبرګون ويل شوی دی.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ ويلي،

"نو د حيات وزير او د هغه د مور بيان هډو څه مسله نه ده؟ دا داسې ده لکه چې د پرهرونو سپکاوی کيږي، او دلته تر ټولو غټه مسله هم دا ده چې دوي خپله غلطي نه مني".

په ژورنالسټ حامد مير نیوکې شوي چې هغه بايد د حيات د مور او د هغې په شان د نورو مياندو بيان هم اخيستی وی.

فعاله ګلاله اسماعيل چې دوه ورځې وړاندې د نورو پښتنو مېرمنو سره د حيات کور ته تللې په ټويټر یې ویلي،

"مونږ ته د خېسور ښځو ويلي چې د حيات د مور او حيات بيان ټکي په ټکي سم دی، اوس حامدمير غواړي چې هر څه اووايي خو د خپلو مشرانو په کړو پرده واچوي. په داسې ژورنالزم افسوس دی چې د زورور خبره واوري او په څو کلوميټره لرې ناست د مظلوم خبره نه واوري".

خو حامدمير ځینې ټويټونو ته په ځواب کې ويلي هغه هم په دې حق کې دی چې د د دغه پېښې بې طرفه پلټنې وشي.

XS
SM
MD
LG