لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې داسیه بي بي دخوشې کولو په ضد خواست رد کړی دی


دپاکستان سترې محکمې د مذهب دسپکاوي په تور دبند څخه دخوشې کړل شوې عیسوي میرمنې اسیه بي بي دخوشې کولو په ضد د سر دوباره جاج اخستې خواست رد کړی دی اؤ ویلي یې دي چې ثابته دې کړل شي چې د اسیه بي بي د پرېښودلو په پریکړه کې کومه غلطي شوې ده.

تېر کال د اکتوبر په ٣٠مه نېټه سترې محکمې د دوو ښکتنیو محکمو هغه فېصلې رد کړې وې چې د مذهب د سپکاوي په تور یې د عیسايي مذهب منونکي آسیه بي بي ته د مرګ سزا اورولې وه اؤ دهغې دخوشې امر یې کړی ؤ.

دسترې محکمې په دې پرېکړه د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د تشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ حکومت هغوئ سره تړون کړی ؤ چې که د اسیه بي بي د خلاصون په ضد هغوئ محکمې ته بیا مراجعه وکړي نو حکومت به پرې اعتراض نه لري.

د نهې په ورځ دپاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي ښاغلي اصف سعید کهوسه په مشرۍ دمحکمې درې کسېزې څانګې د اسیه بي بي د خوشې کولو په ضد دشوې عریضې یا خواست اوریدنه کړې کړې ه اؤ دبیا کتنې دغه خواست یې رد کړی دی.

د اوریدنې پر مهال مشر قاضي اصف سعید کهوسه ویلي چې “د اسلام د ستر پیغمبر محمد(ص) وینا ده چې تاسو د لږکیو خیال ساتئ‌، داسلامي ټولنې ښکلا په دې کې ده چې دلږکیو( یا اقلیتون)ه پاملرنه وکړي”

هغه دعریضه کوونکي وکیل ته ویلي چې “وړومبی باید ثابته کړي چې سترې محکمې نه داسیه بي بي دخوشې کولو پرېکړه کې څه تیروتنه شوې ده،د ګواهانو بیانونه په کوم پړاؤ کې په سمه توګه نه دي لوستل شوي له دې وروسته به هغه خبرې مخې ته راشي چې اسلام یې په دې (د لږکیو)هکله کوي”

په اسیه بي بي تور دی چې په کال ۲۰۰۹م کې یې دجون میاشت کې یوې ښځې سره د جګړې په مهال دمذهب سپکاوی کړی ؤ.

عیسوي مذهبې اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور نومبر کال ۲۰۱۰م کې محکمې دتیزندۍ سزا اورولې وه خو دهغې وکیلان دریځ لري چې اسیه بي بي دمذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې دبغض اؤ کېنې په اساس پرې دغه تور لګول شوی ؤ.

په دروغو بیانونو خو ګواهان رانیول پکار دي

د خواست اوریدنې په موقعه د محکمې مشر قاضي دعریضه کوونکي وکیل ته ویلي” ته وایي چې ګواهان ډیر د باور وړ دي خو محکمې د ډیر تحمل څخه کار اخستی، هغوئ چې کوم بیانونه ورکړي ،پکار ده چې هغوئ ته پرې پهانسي ورکړل شوې وه ،ته ددغو ګواهانو دبیانونو حیثیت ته خو وګوره”

مشر قاضي ویلي چې د ټولو ګواهانو په بیانونو کې ډاګیز تضاد موجود دی اؤ که دا چرې عامه مقدمه وه نو په دې ګواهانو به مقدمې درج کړل شوې وې.

د وکیل د دلیلونو اوریدلو وروسته محکمې د اسیه بي بي د پرېښودلو په ضد محکمه کې ورکړل شوی خواست رد کړی دی.

اسیه بي بي جګړه په څه کړې وه؟

مطبوعاتي راپورونه وایي د اسیه بي بي اؤ یوې مسلمانې ښځې ترمینځ نښته یوازې په دې خبره شوې وه چې پټي کې دکار کولو په مهال اسیه بي بي په ګیلاس اوبه څښلې وې اؤ دغه مسلمانې ښځې ورته ویلي وؤ چې ته غیر مسلمه یې ځکه نو د اوبو لوخي ته لاس نه شې وړ وړلی.

وروستو دغه میرمنې دکلي ملا ته ویلي وؤ چې اسیه بي بي ورسره دجګړې په مهال مذهب پسې سپکې سپورې ویلي دي.

له تورونو لګول کیدلو وروسته ځاي پولیسو داسیه بي بي په ضد دمذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې وه اؤ په کال ۲۰۱۰م کې محکمې هغې ته دمرګ سزا اورؤلې وه.

په کال ۲۰۱۱م کې دپنجاب صوبې دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثیر د مذهب دسپکاوي قانون کې دبدلون دغوښتنې ترڅنګ په زندان کې د اسیه بي بي سره لیدنه هم کړې وه چې په دې دممتاز قادري په نوم دګورنر پولیس ساتونکي په هغه ډزې کړې وې اؤ وژلی یې ؤ.

پاکستان کې د مذهب دسپکاوي دجرم سزا تیزندي ده خو دبشري حقونو سازمانونه نیوکې کوي چې ددې قانون څخه زیاتره مهال د ذاتي انتقام اخستلو دپاره ناوړه استفاده کیږي

XS
SM
MD
LG