لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان پاکستاني تاجران: د تورخم غوندې چمن او غلام خان هم 24 ساعته پرانیستل او د این ایل سي خنډونه ختمېدل غواړو


واشنګټن ــــ د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت د غوړېدا په مقصد افغان او پاکستان تاجرانو د پاکستاني وزیراعظم عمران خان هغه اعلان ستایلی چې وایي د تورخم دروازه دې د تجارت لپاره څلرویشت ګنټې پرانیستې وي.

عمران خان د ګل- دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي وو، خپلې حکومتي ادارې یې په دې ګومارلې دي چې د تورخم پولې د څلرویشت ساعته فعالیت چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې کړي. عمران خان وایي دا ګام به د دوو وروڼو هېوادونو د تجارت او ولس تر منځ د اړیکو لپاره ګټو ثابت شي.

په 2016م کال کې پر افغانانو د ویزې له شرط سره د تورخم له لارې پاکستان ته د راتلونکو افغانانو شمېر د ورځې له پینځویشت زرو نه څورلس زرو ته را ټیټ شوی دی او داسې هم ویل کېږي چې د دغو حکومتي بندیزونو په نتیجه کې څه شمېر افغان تاجرانو د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو ته د تجارت لپاره مخه کړې ده، چې له کبله یې د پاکستان او افغانستان تر منځ په 2015م کال کې تر دوه نیم اربه ډالرو رسېدلی تجارت یو ارب ډالرو ته را ټیټ شوی، خو مرکزي حکومت اوس بیا هیله من دی چې دغه تجارت بیرته تر درې نیم اربه ډالرو زیات شي.

د پاکستاني تاجرانو او ټرانسپورټرانو غبرګون:

پاکستاني تاجرانو، ټرانسپورټرانو او کسټم کلېرنګ ایجنټانو د عمران خان د اعلان هرکلی کړی او وایي چې له دې کار سره به نه یواځې له افغانستان سره تجارت زیات شي، بلکې د دوی روزګارونه به هم ورسره بحال شي.

یو ځوان تاجر تېمور خان شینواری وایي، د حکومت له دې نوې پرېکړې سره به ټرانسپورټرانو ته هم اسانتیاوې پیدا شي او د ځايي خلکو روزګار به هم ورسره ښه شي:

"تر ټولو غټه بهتره به یې دا وي چې ټرانسپورټ به روان شي، په کرایو کې به کموالی راشي، چې کرایې را وغورځېږي نو کار به زیات شي، حکومت ته یې هم فایده ده ځکه چې په اربونو ټیکس به ورته راځي".

په تورخم کې پاکستاني تاجران او ټرانسپورټران وایي که پاکستان غواړي له افغانستان سره خپل تجارت نور هم زیات کړي، نو پکار دی چې پاکستاني او افغان تاجرانو ته هم دواړو هېوادونو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې پیدا کړي. تېمورخان شینواری وایي:

"په تورخم باندې اکثریت د افغان تاجرانو کاروبار ډېر دی چې هغوی ډېر لوی تجارت کوي او په اربونو روپۍ د پاکستان خزانې ته جمع کوي، نو که دوی ته په ویزه کې لږ نرمي شوه او په تګ راتګ کې یې اسانتیاوې ورته پیدا کړې تجارت به نور هم وده ورسره وکړي".

خو د خیبر د تجارت او صنعت د نوي جوړ شوي چېمبر مرستیال مشر جابر خان وایي، تر څو چې پر تورخم پوله د باردارۍ د ملي ادارې (این ایل سي) چارواکي له خپل اختیاره له سرغړونو را ونه ګرځول شي، له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت وده نه شي کولای:

"این ایل سي به مخې ته راځي بیا به سړکونه تړل کېږي او په کاروبار کې به خنډ جوړېږي، این ایل سي ته پکار دی چې لږ یا شاته شي یا په یو ترتیب له موږ سره څه موافقه وکړي که نه وي نو این ایل سي چې داسې ورانه وي نو په ایکسپورټ ایمپورټ کې موږ ته لوی خنډه جوړوي".

د پاکستان د باردارۍ پر ملي اداره (این ایل سي) تور لګېږي چې له خپله اړخه یې پر تورخم د امنیت، امیګرېشن او کسټم کلېرنګ ذمه وارۍ په غیرقانوني توګه تر لاسه کړې، چې په ضد یې ځایي تاجرانو، کسټم کلېرنګ ایجنټانو او ټرانسپورټرانو وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

د افغان تاجرانو او سیاستوالو غبرګون:

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې او د ولسي جرګې ځینو غړو د پاکستاني وزیراعظم دغه اعلان ستایلی چې وایي تورخم پوله دې د خلکو او تجارت پر مخ څلرویشت ګنټې پرانیستې وي. د افغانستان د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وایي، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پرمختګ لپاره د تورخم دروازې پرانیسته ښه اقدام دی:

"د عمران خان اعلان د افغان ولس لپاره غېږه خلاسول دي او دا یو محبت دی چې دا د روابطو د ښه کېدو لپاره یو بل ګام دی، زه فکر کوم دا دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه ګام دی، زه د ولس په استازیتوب له دواړو هېوادونو د ښو روابطو د جوړولو غوښتنه کوم".

خو د ولسي جرګې غړې او پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل وایي، د تورخم پولې د پرانیستو په اړه د عمران خان اعلان یوه سیاسي لوبه ده، ځکه چې وایي که پاکستان د افغانستان لپاره ښه نیت لري، طالبان به یې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي وای:

"د دروازې 24 ساعته پرانیستل دومره لویه خبره نه ده، ځکه چې دوی همېشه خپل دوه مخی سیاست کړی او زیات باور ورباندې نه شي کېدای، دا به د دوی خپل کوم تکتیکي برخورد وي او دوی په دې کې خپلې ګټې لټوي نه د افغانستان ګټې".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې سلاکار رحیم الدین اغا وایي، د تورخم دروازې څلرویشت ساعته پرانیستنه د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره ښه زېری او پر ځای اقدام دی، خو وایي پاکستان دې له افغانستان سره ټولې دروازې څلرویشت ساعته پرانیزي:

"که چېرې د چمن او غلام خان دروازه هم پرانیستل شي ښه به وي، یواځې د تورخم دروازه باید نه وي او دا د تجارت د پرمختګ لپاره ډېر پر ځای او ښه قدم بولم".

عمران خان واک ته تر رسېدو وروسته ویلي وو، غواړي د یورپي هېوادونو غوندې له افغانستان سره خپلې پولې پرانیستې وساتي، چې د افغان حکومت په ګډون افغان تاجرانو او پاکستاني سیاستوالو یې هم د دې بیان هرکلی کړی وو.

XS
SM
MD
LG