لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقیب مسید پلار: خرڅ شوی نه یم خو نوی کور پوځ راته جوړ کړی


واشنګټن ــــ د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب الله مسید پلار محمد خان مسید وایي، د خپل زوی وینه به هیڅکله خرڅه نه کړي، خو وایي پاکستاني پوځ په مکین کې ورته نوی کور جوړ کړی دی چې نن یې د پرانیستنې مراسم تر سره شوي دي.

په عکسونو کې لیدل کېږي چې دغه کور د کلا په بڼه جوړ شوي، غټه یې دروازه یې ده چې (نقیب الله محسود هاوس) ورباندې لیکل شوی، د کور مخه یې د ګرانبیه خښتو جوړه ښکاري او دېوالونو یې پاخه او ژیړ رنګ ورکړل شوی دی.

د محمد خان مسید د نوي کور پرانیسته د پښتونخوا وزیراعلی محمدخان کړې ده، خو د پوځ او ملېشه ځواکونو چارواکو او د وزیرستان ځینو سیاسي مشرانو هم پکې ګډون کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د پوځ له خوا د نقیب مسید پلار ته د نوي کور پر جوړولو ځینو کسانو نیوکې کړې دي او تور یې پورې کړی چې ګنې هغه خرڅ شوی دی. د ارشاد میوند په نوم یو تن پر فېسبوک لیکلي:

"دا ساده سړی خپل شاوخوا ته خلک [پوځ او حکومت] څه پېژني، اخر د بېچاره مجبوري خو هم نه ده، په دې دنیا کې داسې څه دي چې انسان خرڅېدو ته اړ کړي".

د نقیب مسید پلار له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې د ټولنیزو رسنیو نیوکو ته په ځواب کې وویل "خرڅ شوی نه یم او اوس هم د زوی لپاره انصاف غواړم"، خو دا یې هم ومنله په جنوبي وزیرستان کې نوی کور یې د پوځ په مالي مرسته جوړ شوی دی.

محمد خان مسید دا هم ویلي چې د خپل زوی نقیب مسید تر وژنې وروسته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره درې ځله لیدلي دي او په وروستي ملاقات کې یې ورته ویلي چې د نقیب مسید په ضد له مقدمو مطمئن دی خو غواړي چې د هغه په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار ضمانت ختم شي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پر ریاست پلوه شخصي ټیلیویژن اې آر وای باندې د نقیب مسید د پلار مرکه خپره شوې وه، چې پکې هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو نعرو مخالفت کړی وو، خو بیا یې په ټانک کې یې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دا خبرې ده نه دي کړې.

وي.او.اې ډیوه ته په خبرو کې محمد خان مسید وویل، چې د نقیب مسید تر وژنې وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په کراچۍ کې د دوی په جرګه کې ژمنه کړې وه چې که حکومت یې جوړ شي نو دوی ته به انصاف ورکوي. وایي وزیراعظم عمران خان دې اوس خپله هغه ژمنه پوره کړي او ده ته دې په انصاف ورکولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG