لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د خیسور او ساهیوال پېښو په ضد قرارداد منظور کړی او د پلټنو غوښتنه یې کړې


واشنګټن ــــ بلوچستان اسمبلۍ د خیسور او ساهیوال د پېښو په ضد قرارداد منظور کړی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده، خو د پاکستان پوځ د خیسور د دیارلس کلن ماشوم حیات او د هغه د مور تورونه بېځایه بللي او دا یې یوه پروپیګنډه بللې ده.

د اسمبلۍ د نهې د ورځې غونډې ته د پینځو غړو ګډ قرارداد د عوامي نېشنل ګوند غړې شاهینې کاکړې وړاندې کړ. هغې د قرارداد په یوه برخه کې وویل:

"له تېرو څو ورځو د شمالي وزیرستان خلک غصه او غمجن دي، په داسې ځوروونکو پېښو د هر مور و پلار زړه ځورېدلی دی، چې هر څومره غندنه یې وشي کمه ده".

د اسمبلۍ غړو د خیسو او ساهیوال پر پېښه او همداسې د نقیب الله مسید د قاتلینو د نه نیولو او هغوی ته د سزا نه ورکول کېدو باندې سخته اندېښنه څرګنده کړه. د هزاره ډیموکریټک ګوند غړي قادر نایل د داسې پېښو غندنه وکړه او د سپیناوي غوښتنه یې وکړه:

"د نن په قرارداد کې چې د کور د بې سترۍ خبره شوې ده، موږ د دې قرارداد بشپړ ملاتړ کوو".

د اپوزیشن پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري هم نه یواځې د خیسور پېښې غندنه وکړه، بلکې د دې لپاره یې د پلټنو غوښتنه وکړه:

"د حیات د مور چیغې به تاسې اورېدلې وي چې څنګه پېښه ورسره وشوه، دا لږ تر لږه موږ ته د زغم وړ نه ده، یو کمېشن دي جوړ شي او په دې پېښه کې لاس لرونکو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې بل څوک داسې کار ونه کړي".

په قرارداد کې هم د خیسور او ساهیوال په پېښو کې د لاس لرونکو کسانو په ضد د ګامونو اخیستلو غوښتنه شوې او همدارنګه د نقیب الله مسید قاتلینو ته د سزا غوښتنه هم پکې شوه وه چې وایي له دې سره به ولس د تحفظ احساس ورکړي او په را روان وخت کې به د داسې پېښو مخه ونیول شي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې وړمه ورځ یوې جرګې هم دا خبره رد کړې ده او د حیات د کورنۍ تورونه یې درواغجن بللي دي.

آصف غفور وایي "په پوځ کې يو نظام دی او غلطي د هر چا نه کېدی شي او که غلطي کيږي هغه پرېښودی نه شي خو دلته چې کوم تور لګول شوی دی هغه زما په خيال د دې ځای د کلتور پرضد دی او هغه په غېر ضروري توګه وړاندې کيږي او پرون هغه دلته ځايي جرګې رد کړو او جرګې فېصلې وکړه چې داسې نه ده".

د شمالي وزيرستان د خېسور کلي ماشوم حيات په یوه ویډیو کې ویلي وو، چې پلار او ورور يې پوځ نيولي او اوس يې پوځيان کور ته بې اجازته ور ننوځي، له دې وروسته د حيات د مور ويډيو بيان هم مخې ته راغی چې وایي "پوځيانو راته وويل کټ سم که او بالښت راته کښېږده، چې که خاوند يې نه راځي نو هغه به ورکره شپه وکړي".

Recommended

XS
SM
MD
LG