لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو کې دمارټر ګولې چاودنې دیوې کورنۍ شپږ غړي وژلي


دخیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي دمارټر دګولې دا چاودنه دبنو دحوید تاڼې په سیمه کې دنهې په ورځ شوې چې پکې دسکول یو استاد،دهغه میرمن اؤ څلور اولادونه وژل شوي دي.

دپولیسو ویاند وایي پولیس ددې چاودنې په اړوند پلټنې پیل کړي خو تر اوسه په غوڅه توګه نه شي ویل کیدلی چې دمارټر دا ګوله د کور دننه پرته وه که نه د بهر نه داغل شوې ده؟

هغه ویلي چاودنه کې دبرکت الله په نوم دیو ځاي سکول استاد،دهغه میرمن اؤ ،درې زامن فهمی الله،کلیم الله،فرید الله اؤ یوه لور بسنه بي بي وژل شوي.

دبنو د پولیسو ضلعي مشر ښاغلي یاسر اپریدي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دپېښې دځائ څخه ټول شواهد راغونډ کړل شوي اؤ د تجزیې دپاره لیبارټرۍ ته لیږل شوي دي.

دپولیسو دغه مشر وایي د پلتڼو وروسته به ثابته شي چې دا چاودنه دکوم نوعیت وه .

بنو د شمالي وزیرستان سره پیوست سیمه ده اؤ په شمالي وزیرستان کې یوه اوږده موده ترهګرو ډلو خپل مضبوط مرکزونه لرل.

دپاکستان پوځ په کال۲۰۱۴م کې شمالي وزیرستان کې دتندروه ډلو په ضد د ضرب په عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې اوس یې دغه سیمه دترهګرو د ولقې نه خلاصه کړې ده.

تر دې وړاندې په بنو کې دکال۲۰۱۸م د عامو ټولټاکنو پرمهال دخیبر پښتونخوا صوبې په پخواني وزیراعلي اؤ متحده مجلس عمل په کاندید اکرام خان دراني یوه بمي حمله شوې وه چې پکې څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ژوبل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG