لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې ځانګړې استازې جوړه شوې


ګل پاڼه
ګل پاڼه

د پښتو ژبې وتلې سندر غاړې د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې او فاؤنډېشن سيمه ييزه (ريجنل) ځانګړې استازې (برانډ اېمبېسېډر) جوړه شوې ده.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افريدي په ټويټر ګل پاڼې ته هرکلی ويلي چې د پېښور زلمي سره ملګرې شوې ده.

افریدي په ټويټر ویلي، ګل پاڼه به د زلمي فېډرېشن سره په ګډه د ښځو د پرمختګ دپاره کار وکړي او نوموړي اعلان کړی،

"پېښور زلمي په خېبر پښتونخوا کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زر د ښځو یوه لویه دستوره تابیا کوونکی دی".

ګل پاڼه په يو ويډيوي پېغام کې وايي، "د پېښور زلمي مرستیاله يم بلکې برانډ اېمبېسېډره يم او ستاسو هم هيله کوم چې د پېښور زلمي ملاتړ وکړئ".

جاوېد افريدي په يو بل ټويټ کې ويلي، د پېښور زلمي لوبډلې کپتان ډېرن سمي په څلورمه فرورۍ پېښور ته راځي او د پېښور زلمي مينه وال کولی شي چې په دغه ورځ د ګورنر ماڼۍ ته راشي او د خپلې خوښې د لوبغاړو سره وويني.

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سپرليګ دوېم اتلولي ګټلې وه، او د ۲۰۱۸م فاينل ته رسېدلې خو د اسلام اباد يونايټډ نه يې ماتې خوړلې وه.

د پاکستان سپرليګ درېم څلورم دور په راتلونکې فرورۍ کې پېل کيږي او د ۱۴م فرورۍ نه تر ۱۷م مارچ پورې به روان وي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG