لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا کابېنې په وړومبي ځل قبائیلي ضلعه خېبر کې خپله غونډه کړې


دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډيدو وروسته دپښتونخوا صوبایي کابینې په لمړي ځل قبائیلي ضلعه خیبر کې خپله غونډه کړې چې پکې دقبائیلي ضلعو دپسماندګۍ ختمولو په ګډون د ۱۶ؤ نکتو په ایجنډه بحث اؤ مهمې پرېکړې شوي دي.

دغه غونډه چې د زیارت په ورځ دلنډیکوتل په جرګه هال کې شوې مشري دصوبې وزیراعلي محمود خان کړې ده اؤ پکې ټولو وزیرانو برخه اخستې وه.

سرچینې وایي په قبائیلي ضلعه کې دصوبایي کابینې د لمړۍ غونډې په مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ اؤ افغانستان ته په غځیدلې لویه لاره ځائ پر ځائ په ګڼ شمیر کې د پولیسو اؤ ملیشې ځواکونه چمتو ودرول شوي ؤ.

په قبائیلي ضلعو کې د صوبایي کابېنې دغونډو کولو هدایت تیره میاشت وزیراعظم عمران خان کړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې وزیراعلي ته لارښوونه کړې وه چې باید دقبائیلي سیمو څخه وخت په وخت پخپله لیدنې هم وکړي.

دصوبایي کابینې دغونډې په مهال وزیراعلي محمود خان ویلي چې دباجوړ نه نیولې وزیرستان پورې به د صوبایي کابېنې غونډې کولی شي اؤ د وزیراعظم د نظر له مخې به دقبائیلي ضلعو دپسماندګۍ ختمولو دپاره عملي ګامونه اخستل کیږي.

هغه وویل دقبائیلي سیمو دپرمختیا په اړوند چې کومې ژمنې حکومت کړي هغه به ټکي په ټکي عملي کولی شي.

هغه وویل حکومت پئیلې چې قبائیلي ولس ته د ویریا روغتیایي اسانیو ورکولو په خاطر صحت کارډونه،د زده کړو اسانۍ اؤ د پرمختیا غوره موقعې ورکولی شي.

سرچینې وایي دکابېنې په غونډه کې قبائیلي صلعو کې د ضلعي عدالتونو په جوړولو دصحت په هکله تګلاره په تګلاره اؤ صوبه کې دمعدنیاتو دخوندي کولو دپاره په قانون جوړولو هم خبرې اترې شوي دي خو ددغو خبرو بشپړ جزئیات لا په سمدستي توګه مخې ته نه دي راغلي.

په خیبر ضلعه کې دکابېنې دغونډې داعلان سره سم اوړمه ورځ سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام اؤ فاټا ګرینډ الائنس ددې غونډې سره کللک مخالفت ښودلی ؤ اؤ اعلان یې کړی ؤ چې په کومه ورځ کابېنه لنډیکوتل کې غونډه کوي نو هغوئ به سیمه کې دکار بندیز ترڅنګ افغانستان ته په غځېدلې لویه لاره احتجاجي پرلتونه هم ماتوي.

دجمعیت علماء اسلام یو سیمه ییز مشر مفتي اعجاز اؤ دفاټا ګرینډ الائنس مشرانو رسنیو ته ویلي وؤ چې دفاټا په عوامو صوبې سره د انضمام پرېکړه په زوره تپل شوې اؤ هغوئ به کله هم قبائیلي سیمو کې دکابېنې دغونډو کولو اجازه ورنکړي.

خو دسیمې نه د ډیوه راډیو دخبریال ابراهیم شینواري له مخې نن چې کله په لنډیکوتل کې د کابېنې غونډه کیدله نو هیڅ قسمه احتجاج نه دی شوی اؤ دسیمې خلک په خپلو کاروبارونو کې بوخت پاتې وؤ.

وزیراعلي محمود خان دکابېنې غونډې ته خپله وینا کې دا هم ویلي چې ځېنې خلک دفاټا د انضمام په اړوند ولس کې غلط فهمۍ خورول غواړي خو باید دسیمې خلک د هغوئ په خبرو کې رانه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG