لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني د امريکايي ځواکونو په تندۍ سره وتلو باندې صدر ټرمپ ته د اندېښنې خط لېږلی


د افغانستان صدر اشرف غني د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ته خط لېږلی او وړانديز یې ورته کړی چې ځواکونه يې په افغانستان کې وساتي او مصرف يې کم کړي.

اشرف غني د امريکايي ځواکونو په تندۍ سره وتلو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نيويارک ټايمز ويلي درېو چارواکو د دې خط پخلی کړی دی او یو چې دا خط يې ليدلی ويلي دي چې د شلو کالو د جګړې څخه د امریکايانو په ناڅاپه وتلو افغان ولسمشر غني اندېښمن دی چې د دې به څه نتيجه راووځي.

د ورځپاڼې ترمخه اشرف غني د امریکايانو په تندۍ سره د وتلو په اړوند خپله دغه اندېښنه نوره پټه نه ده ساتلې او زياته کړې يې ده چې په داسې کولو افغان دولت د بې ثباتۍ ښکار کېدی شي او طالبان بيا ځان پياوړی کولی شي.

ويل شوي دا په داسې حال کې چې طالبانو د وړاندې نه علاقې هم نيولي دي.

د رپوټ ترمخه د افغان ولسمشر اندېښنې دا څرګندونه کوي د عراق او د افغانستان او عراق حالات بدل دي.

افغان ولسمشر د امریکا صدر ته دغه خط په داسې حال کې لېږلی چې په وروستيو کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې شوي او دواړو فريقو ویلي ؤ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

که څه هم دواړو فريقو په رسمي ډول د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره نه ده کړې خو ځینې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې امریکا به د طالبانو په غوښتنه خپل ځواکونه د افغانستان څخه اوباسي.

په عېن حال کې چې د افغانستان د سولې خبرې دوام لري،

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ويلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او زر به څرګنده شي چې ایا دغه خبرې بریالۍ کېږي او که نه؟

هغه ويلي"جګړه روانه ده خو د افغانستان ولس د دې نه ختمېدونکې جګړې پرځای سوله غواړي."

XS
SM
MD
LG