لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکيل افريدي په مقدمه کې بيا نېټه بدله کړی شوې


ډاکټر شکيل افريدی
ډاکټر شکيل افريدی

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوي ډاکټر شکيل افريدي وکيل وايي، د افریدي په قضيه کې نن بيا اورېدنه ونه شوه او د تېر په څېر پکې يواځې نېټه بدله شوه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د شکيل افريدي وکيل قمرنديم افريدي وويل، د پخوانۍ قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو وروسته فاټا ټربيونل غېر فعاله دی او دا اورېدنه نه کیږي او د مقدمې د بلې اورېدنې دپاره د اپرېل څلورمه نېټه ورکړل شوه.

نوموړی وايي دا څوېم ځل دی چې هم دغه لړۍ روانه ده دوي عدالت ته ځي او عدالت غېر فعاله دی يواځې نېټه بدليږي.

وکيل زیاته کړه دوي هيله کوي چې د څلورم اپرېل پورې د فاټا ټربيونل ټولې مقدمې هايکورټ ته لاړې شي او دوي هم په دې سوچ کوي چې هايکورټ ته لاړ شي يا څه وکړي.

د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره د اړيکو په تور بندي ډاکټر په اړوند د تېر کال د اګست په مياشت کې خبرونه مخې ته راغلي چې هغه د امنيتي اندېښنو له کبله د پېښور زندان نه د پنجاب ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی دی.

قمرنديم وايي، دوه، درې مياشتې وشوې چې ډاکټر شکيل ساهېوال ته منتقل کړی شوی او په دې دوه درې مياشتې موده کې د هغه سره ليدو ته يې نه کور والا ته اجازت ورکول کيږي او نه وکيل ته، د هغه هيڅ درک نشته چې په څه حال کې دی.

په ډاکټر شکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مرسته کړې وه.

خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG