لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان:افغانستان کې دداعش ټغر یوه میاشت کې ورټولولی شو


په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین ویلي چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته داعش دامن مخې ته هیڅ ستر ګواښ نه شي ثابیتیدلی بلکې طالبان کولی شي هغوئ په یوه میاشت کې له مینځه یوسي.

برتانوي خبري اژانس بي بي سي سره خپله یوه تازه مرکه کې دطالبانو ویاند تور لګولی چې افغانستان کې داعش ته دامریکا اؤ افغان دولت ملاتړ ترلاسه دی اؤ ویلي یې دي چې دا خبره هغه نه بلکې پخپله یې دافغانستان د پارلیمان غړو په رسنیو څو،څو کرته کړې ده .

دسهیل شاهین وینا وه که چرې طالبان دامریکا اؤ افغان دولت سره په جنګ بوخت پاتې نه شي نو دداعش ټغر په یوه میاشت کې ورغونډولی شي.

نوموړي ویلي افغانستان کې دننه کله هم داعش یو ستر قوت نه دی پاتې شوی ،طالبانو دافغانستان په شمال کې هغوئ له مینځه وړل خو امریکا اؤ افغان دولت هغوئ نورو سیمو ته خواره کړل اؤ بیا یې ژوند ورکړو.

هغه وویل “مونږ افغانستان کې یو داسې کوټلی امن غواړو چې هیڅوک پرې شک ونکړل شي.اؤ هیڅکله به ونه غواړو چې افغانستان کې بیا د۹۰مې لیسزې په څیر حالات تکرارشي، دغو کورنیو جګړو ډیر ستر نقصانونه کړي دي”

افغان دولت سره دنیغ په نېغه خبرو په اړوند په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند ویلي چې طالبان فعلاً امریکا سره خبرې کوي،کله چې دا خبرې بریالۍ شي نو په دوهم پړاؤ کې بیا افغان دولت سره هم خبرې کیدلی شي.

هغه وایي تر دې وخته مو دامن په خبرو کې افغان دولت دیو فریق په توګه نه دی منلی خو راتلونکي وخت کې به ورسره خبرې وشي.

هغه دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي في الحال یې افغان دولت سره اقتدار کې په شرکت دارۍ هم هیڅ خبرې نه دي شوي خو دهغوي(طالبانو) خواهش دی چې افغانستان کې یو داسې مضبوط حکومت جوړ شي چې سیمه کې ورسره بشپړ امن ټینګ اؤ ا ولسونه یې خوشحاله ژوند وکړل شي

XS
SM
MD
LG