لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظورپشتين: د پي ټي اېم په کال پوره کېدو "غورځنګ" جوړېدل په خپله غټه لاس ته راوړنه ده


منظور پشتين

د محسود تحفظ مومنټ نه د جوړ شوي پښتون تحفظ مومنټ په کال پوره کېدو د دې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، په کال کې يې غټه لاس ته راوړنه په خپله د دې غورځنګ جوړېدل دي.

د محسود تحفظ مومنټ نه د پښتون تحفظ مومنټ جوړېدل

تېر کال د جنورۍ په ۲۶م نېټه د ډېره اسماعيل خان څخه منظور پشتين سره د ۲۲ ملګرو د اسلام اباد په لور په خپلو پښو لاريون پېل کړی ؤ.

د محسود تحفظ مومنټ په نوم چې دغه لاریون روان شو هغه وخت منظور پشتين ويلي ؤ چې اول په ټولو پښتنو ګرځي او بيا به اسلام اباد ته خپلې مسلې وړي.

د ډېره اسماعيل خان نه د بنو، دره ادم خېل، پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ او بيا د ترنول د لارې اسلام اباد ته د فرورۍ په لمړۍ نېټه دا لاريون رسېدلي او د پښتون تحفظ مومنټ (پي ټي اېم) په نوم يې په رسمي ډول بيا د نيشنل پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ.

د پي ټي اېم په کال پوره کېدو راسته راوړنې

وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې منظور پشتين د پي ټي اېم د کال په پوره کېدو راسته راوړنو په اړوند وويل، "لویه لاسته راوړنه د پي ټي اېم په خپله قامي تحریک جوړېدل دي، يو کال مخکې د بې درکه پښتنو او د عدالت پرته وژنو خبره چا نه کوله، د ښخو ماينو څخه هډو خبر نه ؤ، پښتانه په یو بل نه ؤ خبر، د پښتنو ژوندون ته په ورپېښو مسلو دوي خبر شو".

پشتين وايي، هغه "ويره چې د ۷۰ کاله راهسې دې رياست په پښتنو کې خوره کړې وه هغه يې ختمه شوه دا لويه لاس ته راوړنه وه، دلته د ويرې او ترهګرۍ په بنياد د پښتون وطن خلک خاموشه کړی شوي وو هغه بيرته راغلل خپله خبره کوي دا لاس ته راوړنې دي".

نوموړی وايي "په دې خاوره باندې د زرو پورې بې درکه کسان بیرته راغلي که څه هم دا په غېر عدالتي او غېر ائيني طريقه داسې شوي دي، دا لاس ته راوړنې دي په ماينونو هم يو څه کار شوی دی او پښتانه چې به مخکې ووژلی شو دوي به پرې غلي شو خو د پي ټي اېم سره د دوي يوه کهاته جوړه شو په هر مړي پوښتنه کیږي".

پشتين زياتوي، "د پي ټي اېم په هر ښار کې جلسې کول، په فکري، نظرياتي او حالاتو او د خلکو د پاڅون په حېث که وکتل شي لويې لاسته راوړنې شوي دي که څه هم د پي ټي اېم ډېرې غوښتنې پاتې دي، راؤ انوار ته سزا نه ده ورکړی شوې او د رښتياؤ او روغې کمېشن نه دی جوړ کړی شوی".

په اسلام اباد کې د احتجاجي پرلت غوښتنې

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي
٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي
٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي
۴ ـ په پخوانۍ قبايلي سيمه کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروسته ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول کیږي
٥ ـ په پخوانۍ قبايلي سيمه کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي.

د هغه وخت د مسلم ليګ ن حکومت پي ټي اېم ته د غوښتنو منلو باور ورکړی او له هغې وروسته دا احتجاجي پرلت ځنډول شوی ؤ دا پرلت لس ورځې روان ؤ.

ياد احتجاجي پرلت ته د پښتنو د ملت پاله مشرانو سره د پاکستان د زیاتره سياسي ګوندونو مشران هم ورغلي وو.

د پي ټي اېم غوښتنو ته د پاکستان د پوځ ځواب

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د تېرې میاشتې په سر کې ويلي ؤ، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي. هغه د يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.

خو له دې وړاندې د دسمبر په مياشت کې ښاغلي غفور ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري او منظور پشتين وايي د پوځ وياند دې هغه وغواړي دی به ورسره کښېني چې يوه غوښتنه يې نه ده منل شوې.

د پي ټي اېم جلسې او پرضد يې مقدمې

په تېر کال کې پي ټي اېم د پېښور، لاهور، کوټې او کراچۍ په ګډون د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په ګڼو ښارونو کې غټې اولسي غونډې راجوړې کړي او وخت په وخت يې ورسره احتجاجي مظاهرې هم دوامداره ساتلې وې.

د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد د بلوچستان په بېلابيلو ښارونو، خېبرپښتونخوا او کراچۍ کې مقدمې جوړې شوي او دا وخت يې په مردان، کراچۍ او کوټه کې څو غړي بندي دي او په کراچۍ او کوټه کې يې احتجاجي ناستې هم دوام لري.

د پي ټي اېم سره د بې درکه کسانو شمېرې

منظور پشتين وايي د پښتنو اته نيم زره کسان بې درکه دي او هغه د بې درکه خلکو دپاره د پاکستان د حکومت لخوا جوړ کمېشن ډېر کمزوری ګڼي ځکه چې د نوموړي په وېنا يو ريټائرډ جج دغې کار ته په یوه کمره کې کښېنول شوی دی دا د حکومت سنجيدګي څرګندوي.

نوموړی د بې درکه کسانو په کمېشن نيوکې کوي. هغه وايي د پښتنو زياتې شمېرې يې درج کړي دي او چې پښتانه پکې اوس نه شمارل کيږي نو دا خو بيا نور هم ظلم دی.

نوموړی وايي يواځې په پښتونخوا کې ۱۳ انټرم سنټرې جوړې دي او هغه د پښتنو نه ډکې دي.

د پي ټي اېم د راتلونکې تګلاره څه ده؟

منظور پشتين وايي پښتون ژغورنې غورځنګ پرامن دی او په ریاست به د خپلو غوښتنو منلو دپاره پرامنه مبارزه دوامداره ساتي او په اخره کې به د نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو ته خپل غږ ورسوي.

هغه وايي غوښتنې يې نه دي منل شوي خو دوي به پرامنه مبارزه کوي. نوموړی وايي پي ټي اېم د بې اسرې خلکو اسره او د دردونو اواز دی.

هغه زياته کړه پي ټي اېم که په دې کال کې نه وی جوړ شوی بيا به د عدالت پرتې وژنې نورې زياتې شوې او يو نقيب الله نه، په زرګونو نور داسې کسان به هم په دغه طريقه وژل شوي وو.

پشتين وايي پي ټي اېم د ظلم پرضد په ډاګه غږ پورته کړو خلکو ته يې اواز ورکړو او د پښتنو نه علاوه نورو خلکو ته يې ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG