لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټي۲۰ وړومبۍ سیالۍ کې پاکستان دجنوبي افریقې نه ماتې وخوړه


دټي ۲۰ کرکټ په لمړنیو سیالیو کې جنوني افریقې د تلوسې نه په ډکه لوبه کې پاکستان ته په شپږو منډو ماتې ورکړې ده.

په کیپ ټاون کې ترسره شوې د ټي ۲۰ دلړۍ په وړومبۍ سیالۍ کې جنوبي افریقې په ټاکل شوؤ اوورونو کې د شپږو وکتو په تاوان پاکستان ته د۱۹۳ منډو جوړولو هدف ورکړی ؤ.

په دغه سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله خو د لمړۍ لوبې بلنه یې جنوبي افریقې ته ورکړه.

په ۲۶ؤ منډو د جنوبي افریقې د وړومبي لوبغاړي له سوځیدو وروسته کپتان فاف ډيوپلیسي اؤ وړومي ټوپ وهونکي ریزاهینډرکس زړه پورې لوبه وکړه اؤ په ګډه یې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

فاف ډیوپلیسي۷۸ اؤ ریزا هینډرکس ۷۴ منډې جوړې کړې.

دپاکستان عثمان شینواري درې،حسن علي،فهیم اشرف اؤ عماد یو،یو لوبغاړی سوځولی دی.

د جنوبي افریقې لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي هدف په هڅه کې دپاکستان وړومبی وکټ په وړومبي اوور کې د فخرزمان په شکل کې یوازې دټول ټال څلور منډو په جوړولو وغورځيدلو.

خو بابراعظم اؤ حسین طلعت په ګډه ښه لوبه وکړه اؤ ۸۱ منډې یې جوړې کړې.

حسین طلعت ۴۰ اؤ بابر اعظم ۳۸منډې جوړې کړې وې چې پر دغه مهال دپاکستان ټولې منډې ۹۳ وې خو دپاکستان کپتان شعیب ملک په وکټ ټینګ ودریدلو اؤ لوبه یې تر اخري اوور ورسوله.

په وروستیو څلورو بالونو پاکستان ۱۴ منډو ته اړتیا لرله چې د شعیب ملک اننګر پائ ته ورسیدلو،

دشعیب ملک نه وروسته شاداب خان راوړاندې شو اؤ د خپلې لوبدلې د ماتې شمیره یې په شپږو منډو ودروله.

دجنوبي افریقې کرس مورس،بیورن هینډرکس اؤ اؤ تبریز شمسي دوه،دوه اؤ اینډائل فیلکوائیو یو لوبغاړی سوځولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG