لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا روس سره داټومي وسلو دمخنیوي تړون وځنډولو


امریکا روسیې سره د سوړ جنګ د زمانې د اټومي وسلو دمخنیوي په بابله دمهم نړیوال تړون دځنډولو اعلان کړی اؤ تور یې لګولی چې روسیې ددغه تړون څخه سرغړونه کوله.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو ددې تړون دځنډولو داعلان په مهال ویلي چې امریکا د تړون په اساس بشپړه مرسته کوله خو له ډيرو وختونو راهسې روسیې ددې تړون دبیلابیلو مادو سرغړونه کوله اؤ د سلګونو اروپایي اؤ امریکایي وګړو ژوند یې دګواښونو سره مخ کړی ؤ.

امریکا اؤ شوروي اتحاد په کال ۱۹۸۷ کې د اټومي وسلو د مخنیوي په تړون لاسلیک کړی ؤ چې په هغې عمل دجون۱۹۸۸ څخه پیل شوی ؤ.

ددغه تړون په اساس دمنځومانې پورې د وار کوونکو ایټمي میزائیلو په لګولو بندیز لګول شوی ؤ.

خو امریکا په دې وروستیو کې د روس له لوري د””9M729 په نوم دکروز توغندلو لګول ددې تړون څخه سرغړونه بللې وه.

د امریکې دفاعي او استخباراتي مامورین وايي روس د کال ٢٠١۴ راهسې د ايي اېن ایف سرغړونه پېل کړې ده او د ناین ایم سېون ټو ناین نومې مزایلو په داسې انداز کې یې تجربې کړې دي چې د ايي اېن ایف د شرایطو نه ځان خوندي وساتي.

روس د امریکا لخوا دسرغړونې لګول شوي تورونه رد کړي وؤ‌ اؤ ویلي یې وؤ چې دغه توغندي یې دتړون دمادو په چوکاټ کې لګولي دي.

امریکا تیر کال هم داکتوبر میاشت ګواښ کړی ؤ چې دغه تړون به دوؤ میاشتو دپاره وځنډوي اؤ که روس بیا هم دتړون په بشپړ عملي کولو اماده نه شو نو امریکا به دې تړون نه ځان یوې ډډې ته کړي.

اوړمه ورځ ددغه تړون په بابله د امریکا اؤ روسیې د استازو ترمنیځ دچین پلازمینه بیجنګ کې خبرې اترې شوې وې خو په دغو خبرو کې څه قسمه پرمختګ نه ؤ شوی

امریکايي مامورین وايي که چېرې روس دغه مزایل تباه نکړي نو معاهده به ختمه شي اوبیا به امریکا هم مزایل تیارول شروع کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG