لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزی:په بیړه کې دنړیوالو ځواکونو وتل به افغانستان جګړو ته ور دیکه کړي


افغانستان کې د سولې دپاره دسیمه ییز ملاتړ پیدا کولو په اړوند دافغان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عمر داودزي خبرداری ورکړی چې په بېړه کې دافغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به افغانستان نور هم دجګړو خواته ور دیکه کړي.

سي این این سره یوه مرکه کې ښاغلي داودزي ویلي ترڅو چې ټولې چارې په ښه توګه فیصله شوې نه وي اؤ نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي نو دا عمل به یوه بله تشه شاته پریږدي اؤ افغانستان کې به جګړې اؤ د وینو توئیدنه نوره هم سیوا شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دجمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ که چرې افغانستان کې سوله وشي نو هغه به وغواړي چې ددغه هیواد څخه خپل پوځونه وباسي.

د صدر ټرمپ وینا وه ”زه تاسو ته دا نه شم ويلى چې دا يو ضمانت دى ځکه مونږ په افغانستان کې دنولسو کلونو( مودې) ته نزدې شوي يو،او په لمړي ځل هغوي( طالبان) دهواري خبرې کوي، هغوي ديو تړون خبرې کوي او که چرې دغسې وشي نو مونږ دې خپل خلق وطن ته راستانه کړو“

خو دافغان ولسمشر استازي عمر داودزی بیا وایي چې دامریکا اؤ طالبانو خبرو کې که هرڅو دځینو نکتو دهواري سپیناوی شوی خو بیا هم لا تر دې دمه یو اړخ هم یو غوڅ تړون ته نه دي رسیدلی.

“طالبان غواړي چې امریکا دې د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوڅه نېټه وښایي اؤ امریکا له هغوئ په القاعده اؤ داعش د بریدونو ژمنه غواړي”

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ روانه میاشت کې په قطر کې دشپږو ورځو اوږدې خبرې شوې وې چې له دغو خبرو وروسته امریکا اؤ طالبانو دواړو منلې چې دسولې په خبرو کې یې پرمختګونه کړي دي.

څو ورځې دمخه دافغان سولې په اړه دامريکا ځانګړي استازي ځلمي خليلزاد د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي وؤ چې د طالبانو سره په یو چوکاټ اصولي موافقه شوې ده چې ترمخه به یې طالبان دا خبره باوري کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف د ترهګرۍ دپاره نه کارول کیږي.

دافغان ولسمشر استازي ښاغلي داودزي وویل دطالبانو اؤ امریکا ترمینځه چې کومې خبرې شوې هغې کې لا دې مهمې نکتې باندې اتفاق نه دی شوی چې طالبان به افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښیني.

دعمر داوزي وینا وه چې افغان دولت سره خبرو ته په کښېناستلو کې طالبان ددې اندېښنې سره مخ دي چې که چرې هغوئ (طالبان) افغان دولت سره خبرو ته کښیني نو دجګړې په میدان دهغوئ جنګیالي اؤ کمانډران به پوښتنې راولاړې کړي چې که تاسو خبرې کوئ نو مونږ ولې وجنګیږو؟

دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې روانه اوونۍ پخپل یو راپور کې ويلي وؤ داسې احتمال نشته چې ګنې ټرمپ انتظاميه به طالبانو سره داوربند ديو بشپړ تړون او دسولې لپاره ديوې سياسي تګلارې پرته له افغانستان څخه دپوځيانو دراويستلو امر وکړيږ

افغانستان کې روانه جګړه دامريکا ترټولو اوږده جګړه ده چې پکې تر دې مهاله ددوو زرو څخه زيات امريکايي پوځيان وژل شوي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG