لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په مردان کې د پي ټي اېم د بندي غړو ضمانت منظور شوی


په مردان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټې اېم) د نيول شوؤ بندي غړو ضمانت نن د خالي، شنبې په ورځ منظور کړی شوی او د پي ټي اېم ځايي مشران وايي ښايي چې بندي کسان هم نن خوشي شي.

د پي ټي اېم ځايي مشر لیاقت خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې په مردان کې د نيول شوؤ پي ټي اېم د بندي غړو په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړی شوه.

هغه وويل د مردا ن د اډيشنل سيشن جج عدالت دا ضمانتونه منظور کړه او د يو بندي تن به دوه ضمانتيان او د يو ضمانتي په سر د يو يو لاک روپو مچلکې جمع کولی شي.

لياقت خان وويل دوي هيله لري چې عدالتي کارروايي به هم نن پوره کړی شي او دا کسان به نن خوشي شي.

نوموړي پرون د جمعې په ورځ ويلي ؤ، چې که د دغو کسانو ضمانت منظور نه شو نو دوي به د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې پېل کړي.

په مردان کې د پي ټي اېم غړي په ۲۶م جنورۍ نيول شوي او عدالت د دوه ورځو دپاره پوليس ته په بدني ریمانډ ورکړي وو، په ۲۹ جنورۍ بيا عدالت دوي په جوډيشل ریمانډ جېل ته ولېږل.

دا کسان پرون هم عدالت ته وړاندې کړی شوي خو عدالت يې ضمانت نه ؤ منظور کړی.

د پي ټي اېم په دغه نيول شوؤ او بندي غړو باندې تېر کال يوه مقدمه جوړه کړی شوې وه کله چې دوي په مردان کې يو احتجاجي لاریون کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG