لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باجوړ کې د کال ۲۰۱۹ د پوليو وړومبۍ پېښه مخې ته راغلې


په پاکستان کې د کال ۲۰۱۹م د پوليو وړومبۍ پېښه په قبايلي ضلع باجوړ کې مخې ته راغلې ده، تېرکال په باجوړ کې د پوليو پينځه پېښې رپوټ شوې وې.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د پوليو د تازه پېښې پخلی د پوليو د ختمون دپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړی ویاند بابر بن عطا کړی دی.

هغه دې خبر ته افسوسناک ويلي دي نوموړي په ټويټر ويلي،

"په باجوړ کې د پوليو وايرس له سببه په يو بل ماشوم کې د پوليو پخلی شوی دی، د باجوړ د خار تحصيل نه د کال ۲۰۱۹ د پاکستان د پولیو دا وړومبۍ پېښه ده".

عطا د پوليو وهلي ماشوم تفصيل ورکړی چې " د هغه عمر ۱۱ مياشتې دی" او زياته کړې يې ده د باجوړ څخه په تېرو درېو مياشتو کې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلې.

هغه ويلي تېره اوونۍ په باجوړ ضلع کې د پولیو اووه کار کوونکي افسر د بې غورۍ له سببه د دندې څخه لرې کړی شوي دي.

هغه ويلي په کال ۲۰۱۷م کې د نورو ضلعو په څېر په باجوړ کې هم د پوليو يوه پېښه مخې ته نه وه راغلې او په دې خوشحاليانې شوې وې.

په پاکستان کې د پوليو د خاتمې د پروګرام د وېب پاڼې ترمخه تېر کال په پاکستان کې د پولیو ټولې ۱۲ پېښې مخې ته راغلې وې.

په يادو پېښو کې د خېبرپښتونخوا په اته پېښو کې پينځه په باجوړ، په خېبر، چارسده او لکي مروت کې يوه يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې درې پېښې رپوټ شوې او د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې هم يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG