لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړانګه لواڼۍ:د اویاؤ کالو نه دپښتنې خاورې هر ارمان هم داسې وژل شوی


په لورالایي کې دپولیسو په لاس د پي ټي‌ ایم د وژل شوي فعال ارمان لواڼي خور وړاندې لواڼۍ ویلي ارمان د پولیسو په تشدد وژل شوی خو دا وړومبۍ پېښه نه ده چې دارمان سره وشوه.

په ټوئټر خپل یو ویډیوي پیغام کې وړاندې لواڼۍ ویلي “دا داسې پېښه ده چې له اویاؤ کالو راهسې دارمان په څير هر ځوان اؤ‌ هر سړي سره شوې ده”

دپښتو ادبیاتو استاد ارمان لواړنی تیرماښام پولیسو هغه مهال په تشدد وژلی ؤ چې په لورالایي کې یې دپښتون ژغورنې د غورځنګ لخوا یو احتجاج رابرابر کړی ؤ.

دهغه خور وړانګه لواڼۍ چې پخپله هم دپښتون ژغورنې د غورځنګ یوه فعاله مشره ده وایي “ارمان یوازې زما ورور نه بلکې هغه ددې خاورې بچی ؤ،دا خاوره اؤ دا وطن زمونږ مور ده اؤ ارمان د خپلې مور دبقاء دپاره سر ورکړو”

دارمان لواڼي دلګیره خور په غریو نیول غږ وایي” ارمان دخپلې خاورې دژغورنې دپاره سر ورکړی دی، زما ټول. پښتون قام ته دا پېغام دی چې مونږ به ډير په منظمه توګه دعددم تشدد په لاره خپل لایځه عمل ټاکو،”

هغه وایي هیڅوک به هم تشدد ته لاس نه اچوي، منظور پشتین اؤ نورو مشرانو چې څه پرېکړه وکړه په هغې باندې به عمل کوؤ.

وړانګه لواڼۍ وایي ارمان یوازې دهغې نه دټول پښتون قام ورور ؤ،،هغه دخپل ولس دپاره مبارزه کوله اؤ دا یې غوښتل چې ددې پښتنې خاورې هر ځوان ددې وطن اؤ ولس دپاره کار وکړي.

هغې ویلي څنګه چې ارمان ووژل شو یا له هغه وړاندې ددې خاورې نور دارمان په څیر زلمي وژل شوي ارمان غوښتل چې ددغو وژنو لړۍ باید نوره ودرول شي.

هغې په پښتنو غږ کړی چې د ارمان د ارمان پوره کولو باید ټول پښتانه خپلو کې یو موټی شي ترڅو د خپلو نورو ځوانانو د وژنو مخه ونیسي اؤ ددې دپاره اړینه ده چې یوه مربوط اؤ کوټلې تګلاره په لاس کې وي

ټاکل شوې ده د ارمان لواڼي جنازه نن ماسپښین درې بجې په کلاسیف الله کې ترسره کیږي.

د ارمان لواڼي په جنازه کې دګډون دپاره دپښتون ژغورنې دغورځنګ مهم مشران منظور پشتین،محسن داوړ علي وزیر،،ثناء اعجاز اؤ ډاکټر سیدعالم محسود ژوب ته رسیدلي اؤ راپورونه وایي چې په لاره امنیتي ځواکونو هغوئ ته سخت خنډان راولاړ کړي ترڅو جنازې ته ونه رسیږي.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر علي وزیر ویلي په هغوئ په لاره امنیتي ځواکونو ډزې کړي،تشدد یې پرې کړی اؤ د ګاډو شیشې ورماتې کړي خو تراوسه ازادو سرچینو دعلي وزیر ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

بل لوري ته دبلوچستان حکومت د منظور پشتین ،علي وزیر اؤ محسن داوړ بلوچستان ایالت ته په ننوتلو بندیز لګولی اؤ محسن داوړ په ټوئټر لیکلي چې د ارمان لواڼي جنازه کې دهغوي‌ دبرخې اخستلو مخه نیول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG