لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنقیب مسید دوسیه کې دمخرورو پولیسو په ضد ورځپاڼو کې اشتهارونه خپاره شوي


تیرکال کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب الله مسید په وژنه کې دلاس لرونکو مخرور شوؤ پولیس افسرانو اؤ عسکرو محکمې ته د وړاندې کیدلو د پاره په ورځپاڼو کې اشتهارونه خپاره کړل شوي دي.

په دغو مخرور شوؤ پولیسو کې دسب انسپکټر شیخ محمد شعیب(شوټر) سب انسپکټر امان الله مروت،،ای ایس ايي ګډا حسین،،محسن عباس،صداقت حسین ،شمس مختار اؤ رانا ریاض اختر نومونه شامل دي.

تیرکال په۱۳مه جنورۍ کراچۍ کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې د نقیب الله مسید د وژل کیدلو وروسته شوؤ پلټنو کې پولیس دهغه وخت دکراچۍ دملیر سیمې ایس ایس پي راؤ انوار،دهغه دډلې نور پولیس اؤ یاد مخرور شوي پولیس قصوروار ګرځولي وؤ.

وروسته چې کله سترې محکمې ددغه پېښې له خپله انده نوټس واخستلو نو راؤ انوار اؤ څو نور پولیس افسران اؤ عسکر پولیسو ونیول خو یاد کسان وتښتېدل اؤ نور ننه مخروران دي.

په پاکستاني ورځپاڼو کې دهغوئ په ضد خپرو شوؤ اشتهارونو کې ویل شوي چې دغه ملزمان پولیسو ته په لاس نه ورځي اؤ که تر نهمې فرورۍ دوئ محکمې ته ځانونه وړاندې نکړل نه اشتهاري به وګرځول شي.

تیره میاشت پولیسو پخپل یو راپور کې دکراچۍ دترهګرۍ ضد محکمې ته ویلي وؤ چې نقیب مسید اؤ هغه سره نور درې ملګري صابر، نذرجان او اسحاق په ناحقه وژل شوؤ وؤ.

د نقيب پلار محمد خان د راؤ انوار په مشرۍ ترسره شوې مقابلې ته دروغژنه ویلي ؤ او د راؤ انوار په ګډون يې د هغه سره په شامله ډله د وژنې مقدمه کړې وه.

دنقیب مسید د وژنې په پېښه چې کله په ګرد هیواد اؤ له هیواده بهر داحتجاجونو لړۍ پیل شوه نو راؤ انوار دنیول کیدلو له ویرې لمړی پټ شوی ؤ خو بیا یې ځان سترې محکمې ته وړاندې کړی اؤ دکراچۍ دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ.

تیرکال دترهګرۍ دمخنیوي محکمې راؤ انوار اؤ د هغه د ډلې څو نور پولیس په ضمانت خوشې کړي دي

XS
SM
MD
LG