لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لواڼي په وژنه پاکستاني میډیا غلې پاتې شوې


په پاکستان کې رسنۍ د پښتون ژغورنې دغورځنګ د یو مهم فعال ارمان لواڼي د پولیسو په لاس په وژنه غلي پاتې شوي خو په ټولنیزه رسنیو ټوئټر اؤ فیس بک بیا د ارمان لواڼي وژنه مقبول ټرینډ جوړ شوی اؤ زرګونو خلکو دغه وژنې ته د ریاستي ترهګرۍ نوم ورکړی دی.

دپاکستان په ټيلي ویژنونو، ورځپاڼو اؤ ویب پاڼو د ارمان لواڼي د وژنې دخپل خپرولو نه په بشپړ ډول صرف نظر شوی اؤ په ننۍ ورځ یې ټول پام د هند د ولقې لاندې کشمیر ته د هندي وزیراعظم نریندر مودي دسفر په مهال شوي احتجاج ته ګرځولی.

د خیبر پښتونخوا وتلی خبریال ناصر داوړ وایي دا اوس کومه نوې خبره نه ده چې دپاکستان میډیا د پښتنو په وژنو اؤ ځورونو غلې پاتې کیږي،بلکې دې نه وړاندې چې دخیسور په پېښه میډیا کومه مجرمانه خاموشي اختیار کړه هغې هم پاکستاني میډیا په ټوله نړۍ کې رسوا کړې ده.

ښاغلی داوړ وایي هر څوک پوهیږي چې په پاکستان کې میډیا ازاده نه ده اؤ چې دچا لخوا کنټرولیږي هغه هم هرچاته معلوم دي.

هغه وویل د ارمان لواڼي د وژنې خبر ته که پاکستاني رسنیو ځائ ورنکړو خو په سوشل میډیا دغه بربریت دټولې نړۍ تر سترګو او غوږونو ورسیدلو.

دنثار محمد خان په نوم یو بل خبریال وایي دا لمړی ځل نه دی چې پاکستاني میډیا دپښتنو په وژنه غلې پاتې شوې بلکې دلته خو چې په لسګونو پښتانه هم د بمونو په چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې الوتلي نو دپاکستان دمیډیا دپاره دهغې نه مهم خبر په لاهور اؤ کراچۍ کې د باډیوؤ یا پتنګانو الوځول پاتې شوی.

هغه وویل نور خلک هم د پاکستانۍ میډیا په خوله باور نه کوي، اؤ غواړي چې په حقیقتونو دځان خبرولو دپاره سوشل میډیا ته رجوع وکړي.

کله چې وائس اف امریکا ډيوه د یو شخصي ټيلي ویژن د انتظامي چارو د یو لوړ پوړي مشر څخه د ارمان لواڼي د وژنې د خبر نه خپرولو علت وپوښتلو نو هغه د نوم نه ښودلو په شرط یوازې دومره وویل” سرې مچۍ ځان پسې نه شو راپارولی،تاسو ته ښه معلومه ده چې دغسې کول دچا د وس خبره نه ده”

زیاتره ناقدین تور لګوي چې دپاکستان میډیا دپښتون ژغورنې غورځنګ پسې اړوند خبرونه دپاکستان دطاقتور پوځ اؤ استخباراتي شبکو په فشار نه خپروي خو دپاکستان پوځ بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي کله یې هم چاته نه دي ویلي چې فلانی خبر مه خپروئ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG