لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد پښتنو ملت پاله ګوندونو په بلوچستان کې کاربنديز کړی


د چمن د تړلي بازار عکس
د چمن د تړلي بازار عکس

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر ارمان لوڼي د وژنې پرضد نن د ګل، دوشنبې په ورځ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نيشنل ګوند په بلوچستان صوبه کې کاربنديز کړی دی.

بلوچستان نيشنل پارټۍ مېنګل، نيشنل پارټۍ، جمعيت علما اسلام (ف)، د کوټې وکيلانو او کاروباريانو د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د پښتنو ملت پاله ګوندونو د کاربنديز ملاتړ کړی دی.

د بلوچستان بار او کوټې بار د وکيلانو د اتحاديې غړې جليله حېدر وايي، وکيلان نن احتجاجا عدالتونو ته نه دي تلي او وکيلان د ارمان لوڼي د وژنې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کوي.

د سيمې څخه د ډيوه خبريالان وايي د کوټې، قلعه سېف الله، مسلم باغ، خانوزۍ، لورالايي، چمن، پشين، دوکي او نورو سیمو بازارونه تړلي پراته دي.

ابراهيم ارمان لوڼی د خالي، شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان په لورالايي سيمه کې وژل شوی او د پي ټي اېم غړي تور لګوي چې لوڼی د پوليس په تشدد وژل شوی او پرون هغه په قلعه سېف الله کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ارمان لوڼي طبي معاينه (پوسټ مارټم) پرون شوې او ډاکټرانو ويلي، نن د ګل، دوشنبې په ورځ به دغه رپوټ راشي چې ارمان لوڼي څنګه وژل شوی يا مړ شوی دی.

د لورالايي پوليسو ويلي ارمان لوڼی د زړه د دورې نه مړ شوی دی.

ارمان لوڼي پرون په قلعه سېف الله کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال د ارمان لوڼي د تورنې وژنې د پېښې نوټس اخيستی او په دوه ورځو کې يې د ژوب ډويژن د کمشنر نه د پېښې رپوټ غوښتی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG