د پاکستان د ښځو کرکټ لوبډلې د ويسټ انډيز د ښځو لوبډلې او د سړو کرکټ لوبډلې د سويلي افريقې نه د شل اووريزو سياليو په لړۍ کې ماتې خوړلې ده.
د ښځينه لوبډلو سیالۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوي او په درېو سياليو کې دوه مېلمه لوبډلې ګټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ سيالي کوربه لوبډلې ګټلې خو له دې وړاندې دوه سيالۍ ويسټ انډيز ګټلې وې.
بل لور ته د سويلي افريقې په سفر د پاکستان د سړو کرکټ لوبډلې د شل اووريزو درېو سياليو لومړۍ دواړه لوبې بايللې دي.
تېره شپه په جوهانسبرګ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ په دوېمه سيالۍ کې د سويلي افريقې لوبډلې په اووه رنزونو پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.
له دې وړاندې سويلي افريقې لومړۍ سيالي په شپږو رنزونو ګټلې وه.
د سويلي افريقې په سفر د باکستان لوبډلې له دې وړاندې د پينځه يو ورځنیو د سياليو لړۍ هم بايللې وه.
د دې نه علاوه کوربه سويلي افريقې د ټېسټ (پينځه ورځنيو) سياليو درې واړه سيالۍ هم د پاکستانۍ لوبډلې نه ګټلې وې.
په سویلي افريقه کې د پاکستان کرکټ لوبډله د يوې بلې ستونزې سره هم مخ شوې او په کپتان سرفراز احمد يې د څلورو سياليو څخه بندېز لګول شوی ؤ.
سرفراز د سویلي افريقې يو لوبغاړو ته د نسل پرستې خبره کړې وه، که څه هم سرفراز په خپلو کړو بخښنه غوښتې او افريقايي لوبغاړي معاف کړی ؤ خو د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) ورته سزا اورولې وه.