لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ارمان لوڼي د وژنې د پېښې په پوښتنه نه کولو د عمران خان په حکومت سختې نيوکې شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او استاز ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې د پېښې په پوښتنه نه کولو په وزيراعظم عمران خان سختې نيوکې شوي دي.

د پي ټي اېم غړي تور لګوي ارمان لوڼی د خالي، شنبې په ماښام په لورالايي کې د پوليسو په تشدد وژل شوی، خو پوليس وايي هغه د زړه د دورې له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان يو ژورنالسټ مبشر زېدي په ټويټر ويلي،

"محترم وزيراعظم عمران د مدينې په ریاست کې بلوچستان شامل نه دی؟ ارمان لوڼی".

د ډاکټر رومان خان وزیر په نوم يو تن د پاکستان د صدر عارف د کرکټ په اړوند ټويټ ته په ځواب کې ويلي،

"مطلب پښتنو ته وريادول کيږي چې ستاسو د وينې څخه دکرکټ مېچ اهم دی. څه وخت چې صدر دا ټويټ کولو په دې ماښام د ارمان لوڼي جنازه کېده، او عېن په دغه وخت د جنازې نه په بيرته ستنېدو د پي ټي اېم په مشرتابه چې دوه د قامي اسمبلۍ غړي هم پکې وو ډزې شوي".

رومان په خپل ټويټ کې وزيراعظم عمران خان او د کورنيو چارو وزير مملکت شهريار افريدي هم ياد کړي دي.

يو بل ژورنالسټ رضا رومي د ارمان لوڼي په وژنه د سياسي مشرانو په غلي پاتې کېدو د (ډېلي ټايمز ورځپاڼې) اداريه ټويټ کړې او ورسره يې ليکلي،

"د ارمان لوڼي په وژنه د پاکستان پيپلزپارټۍ نه علاوه د سياسي مشرانو او اليکټرونک ميډيا غلي پاتې کېدل د اندېښنې او غندنو وړ عمل دی.څنګه ازاده ميډيا کولی شي چې د پولیس د لاسه د يو فعال تورنه وژنه هېره کړي".

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ،عوامي نيشنل ګوند او پيپلزګوند د ارمان لوڼي د وژنې غندنه کړې ده. پښتنو ملت پالو ګوندونو نن په بلوچستان صوبه کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد کاربنديز هم کړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند پلوشه عباس په ټويټر ويلي،

"ايا د بشري حقونو وزارت يا د حکومت کوم لوړ پوړي چارواکي د ارمان لوڼي د وژنې خبر اخيستی يا يې د خواخوږۍ يا غندنې هم څه ويلي دي؟ ډېره د مايوسۍ خبره ده".

د ځايي ميډيا ترمخه د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال د ارمان لوڼي د تورنې وژنې د پېښې نوټس اخيستی او په دوه ورځو کې يې د ژوب ډويژن د کمشنر نه د پېښې رپوټ غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG