لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمخالفینو خبرې نن پیل کیږي


د روس په پلازمینه ماسکو کې د طالبانو اؤ دافغان دولت دمخالفو ګوندونو غونډه نن دوشنبه کیږي چې په کې به افغانستان کې د روغې جوړې په روان عمل اؤ ددغه هیواد څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په رامینځته کیدونکي احتمالي وضعیت بحث اؤ غور کولی شي.

دغه غونډه کې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي اؤ راتلونکو صدارتي ټاکنو ته کاندید ښاغلی حینف اتمر هم برخه اخلي خو افغان حکومت ددې غونډې راجوړول د وړاندې څخه بې مقصده ګام ګرځولی دی.

ماسکو ته له روانیدو وړاندې “حامد کرزي ویلي دي ټولو ته دامن،یووالي،خپلواکۍ اؤ پرمختیا پېغام له ځان سره وړم”

سرچینې وایي دنورو ترڅنګ به ګلبدین حکمتیار،سیدمحمد منصور نادري،محمد محقق،دطالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضیعف،اسماعیل خان،عطاء محمد نور اؤ حکمت کرزی هم برخه ولري.

محمد حنیف اتمر د ماسکو د غونډې په اړه یو ټویټ کې لیکلي:

"مونږ د هېواد د رهبرانو له یوې ډلې سره د ماسکو ناسته کې ګډون کوو، دا د ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې مهم ګام بولو. مونږ به د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون له ارزښتونو او لاسته راوړنو چې ټول په هغو کې شریک یو او د ملي بنسټونو له سلامت څخه دفاع وکړو."

خو د ولسمشر اشرف غني دفتر د ماسکو پر غونډې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې افغان سیاستوال په دغې غونډه کې ددې لپاره ګډون کوي چې قدرت ترلاسه کړي.

تیره میاشت په دوحه کې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دشپږو ورځو اوږدې خبرې شوې وې اؤ دواړه لوري وایي چې په دغو مزاکراتو کې یې په ډیرو جنجالي نکتو پرمختګ کړی دی.

طالبانو افغان دولت سره دنیغ په نېغه خبرو نه انکار کړی اؤ وایي چې کله بهرني ځواکونه دافغانستان څخه اوځي بیا به افغان دولت سره په خبرو غور وکړي.

خو افغان دولت وایي چې دسولې دخبرو اصل منبع افغان دولت دی اؤ‌ طالبانو سره نیغ په نیغه افغان دولت سره خبرې کول وي.

افغان سیاسي کارپوه یونس فکور امریکا غږ ډیوه ته تیره ورځ ویلي وؤ"د مسکو ناسته، روسیې د خپلو سیاسي موخو لپاره جوړه کړې او که مسکو د افغانستان د امن له ټینګښت سره لیوالتیا درلوده نو باید په دې غونډه کې یې د جګړې د اصلي لورو ترمنځ خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړې وای."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG