لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکايي سېنېټ کې د افغانستان او شام څخه د پوځونو ويستلو پرضد قرارداد منظور شوی


د امریکا په سېنېټ کې د افغانستان او شام څخه د امریکايي پوځونو ویستلو د وړانديز پرضد قرارداد منظور کړی شوی دی.

دا قرارداد په داسې وخت کې منظور کړی شوی چې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او شام څخه د امريکايي پوځونو ويستلو اشاره ورکړې ده.

د وي او ای (اردو څانګې) د رپوټ ترمخه په سېنېټ کې د ريپبلکن مچ مکونيل د ګل، دوشنبې په ورځ دا قرارداد وړاندې کړی او په دې کې د ۲۶ په مقابله کې ۷۰ رايې ورکړی شوي دي.

په قرارداد کې ويل شوي چې داعش او القاعده اوس هم د امريکا دپاره خطره ده.

په قرارداد کې خبرداری ورکړی شوی که د افغانستان او شام څخه په تندۍ سره امریکايي سرتيري وويستل شو ترهګرو ته بيا د يو ځای کېدو موقع په لاس ورتلی شي.

ويل شوي که داسې وشو نو دا سيمې به د بې ثباتۍ ښکار شي دغلته به خلا پېدا شي کومه چې ايران يا روس ډکولی شي.

صدر ټرمپ په تېر دسمبر کې په يو ټويټ کې د شام څخه د امریکايي پوځ د ویستلو پلان اعلان کړی او ويلي يې ؤ چې داعش ته ماتې ورکړی شوې ده.

خو د ټرمپ حکومت استخباراتو ويلي، داعش اوس هم خطره ده.

د رپوټ ترمخه صدر ټرمپ د دفاع محکمې پېنټاګون ته امر کړی چې په افغانستان کې د موجودو ۱۴زره پوځيانو څخه د نيمو ويستلو دپاره پلان جوړ کړي، په کوم باندې چې ځینې قانون جوړؤنکي تحفظات لري.

مچ مکونيل ويلي، داعش او القاعده ته لا ماتې نه ده ورکړی شوې.

د رپوټ ترمخه د امریکې حکومت دې ته تړلی نه دی چې په سېنېټ کې په منظور کړی شوي قرارداد عمل وکړي، خو د قرارداد په ترڅ کې د شام او افغانستان په اړوند د سپينې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ خبرې پېل کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG