لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ دخیسور په پېښه بخښنه وغوښته


دپاکستان دپوځ لوړ پوړي چارواکي دشمالي وزیرستان خیسور سیمه کې دپوځیانو لخوا د یو کور دستر په ماتولو په رسمي ډول بخښنه غوښتې اؤ باور یې ورکړی دی چې په راتلونکي کې به دداسې رقم پېښو مخه نیولی شي.

د امریکا غږ د اردو څانګې دخبر له مخې دشمالي وزیرستان د قامي جرګې په غوښتنه دپوځ دسیمه ییز مشر یا جنرال افیسر کمانډنګ میجرجنرال ممتاز حسین په مشرۍ د لوړ پورو دولتي چارواکو یوې ډلې په خیسور کې داغیزمنې کورنۍ مشرانو اؤ دسیمې دمخورو سره لیدلي دي اؤ په یاده پېښه یې معذرت کړی دی.

دجرګې غړو په خیسور سیمه کې د پوځيانو په لاس د کور د بې سترۍ په پېښه دپوځ په بخښنه اؤ د ازالې په باور ورکولو اطمینان ښودلی دی.

ددغه جرګې یو غړي ملک غلام امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې دجي او سي میجرجنرال ممتازحسین په مشرۍ دلوړې کچې یوې ډلې نه یوازې په دې پېښه بخښنه غوښتې بلکې په دې کې د ککړو پوځیانو په ضد یې د ګامونو اخستلو ډاډ هم وړکړی دی.

د وزیرستان دسترې جرګې مشرانو په دغه مهال د دولتي ډلې بخښنه قبوله کړې اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې په راتلونکي کې به امنیتي اؤ دولتي مامورین دقبائیلي روایاتو له مخې خپل فرائض سرته رسوي.

څو اوونۍ وړاندې د شمالي وزیرستان دخیسور سیمې یو ماشوم حیات خان په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې ویلي وؤ چې د هغه پلار اؤ رور پوځیانو نیولي اؤ اوس څو پوځیان د هغوئ کور ته په زوره ننوځي اؤ دمیرمنو ستر ماتوي.

د پوځ اؤ دولتي پلاوي دبخښنې غوښتلو وروسته قبائیلي مشرانو پرېکړه کړې چې نور به دخیسور دپېښې په اړوند هیڅ رقم بحث نه کیږي.

ملک غلام ویلي کله چې حیات خان نومې ماشوم په پوځيانو دخپل کور د بې ستره کولو تور لګولی ؤ هغه مهال دهغه پلار په زندان کې ؤ چې بیا د جرګې په غوښتنه جی او سي دهغه پلار له بنده خوشې کړو ترڅو دهغه په موجودیت کې ددغه پېښې په ښه توګه پلټنې وشي.

دملک غلام له مخې دحیات خان پلار د زندان نه له خوشې کیدلو وروسته پخلی کړی چې دهغه دکور میرمنو پوځیان په زوره دهغوئ کور ته له ننوتلو اؤ د میرمنو له ځورنې منعې کړي وؤ..

دخیسور په پېښه دپښتون ژغورنې غورځنګ اؤ بیلابیلو سیاسي ډلو سخت غبرګون ښودلی اؤ احتجاجونه یې کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG